د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

دانش: دښمنان غواړي د بروکسل کنفرانس تر سیوري لاندې راولي


د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې د هېواد دښمنان د خپلو توطئو له لارې غواړي د بروکسل کنفرانس تر سیوري لاندې راولي.

د شهید اوونۍ او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د پنځلسم تلین مراسم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یو لړ ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شول.

اجرائیه رئیس او د کابینې ځیني وزیرانو په کابل کې د احمدشاه مسعود په څلورلاري کې د هغه د یاد او درناوي په خاطر د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

اجرائیه رئیس او د کابینې ځیني وزیرانو په کابل کې د احمدشاه مسعود په څلورلاري کې د هغه د یاد او درناوي په خاطر د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
اجرائیه رئیس او د کابینې ځیني وزیرانو په کابل کې د احمدشاه مسعود په څلورلاري کې د هغه د یاد او درناوي په خاطر د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

د دې تر څنګ د لویې جرګې په خیمه کې په دې اړه ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال تر څنګ اجرائیه رئیس د کابینې وزیرانو، پخوانیو دولتي چارواکو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.

د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش دې غونډې ته تر ډېره د هېواد په روان وضعیت خبرې وکړې او ویې‌ویل چې د هېواد دښمنانو ځکه حملو ته زور ورکړی چې د بروکسل نړیوال کنفرانس تر خپل اغېز لاندې راولي.

هغه وویل چې هېواد یې په دې برخه کې د ځينو توطئو څخه تېرېږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د هېواد د خپلواکۍ او عزت ساتنې او د هېواد د بهرنیو دښمنانو سره په مبارزې او همدارنګه د ملي یووالي او ورورولۍ باندې ټینګار ځکه مهم دی چې موږ نن سبا په دواړو برخو کې د سترو توطئو سره مخ یو."

ښاغلی دانش وايي چې د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره باید ملي اجماع ته هڅې وشي او د سیاسیونو په ګډون ټول خلک د ترورېزم د زیانونو او ګواښونو په وړاندې ودرېږي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې غونډې ته وویل چې که څه هم د روانو حالاتو څخه د وتلو لپاره خلک د پخوانیو مجاهدینو د قاطع تصمیم تمه لري خو اوسنی وضعیت ایجابوي چې هر څوک خپل مسؤلیت ته متوجې شي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر روشن فکره وايي، هغه خلک چې د احمدشاه مسعود پلویان دي ولې زموږ په شان احساساتي نه‌دي؟ ولې هر شی په یوه ورځ نه‌ګډوډوي چې کیسه خلاصه شي خو د شهیدانو د لارې سلامتیا ایجابوي چې موږ په هره مرحله او په هر ډول شرایطو کې وګورو چې زموږ او د خلکو خیر په څه کې دی."

هغه وايي چې د مجاهدینو له څنګ ته کېدو سره افغانستان له کمزورۍ سره مخ دی.

په داسې حال کې چې د جمهور رئیس دوهم مرستیال د دښمن د سترو توطئو په وړاندې د درېدو غوښتنه لري د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي دې غونډې ته وویل چې د هېواد وضعیت تر ډېره د سیاسونو تر منځ اختلافونو ناسم لوري ته بیولای دی.

احمد ضیا مسعود د احمدشاه مسعود ورور او د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی
احمد ضیا مسعود د احمدشاه مسعود ورور او د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی

احمد ضیا مسعود د احمدشاه مسعود د پنځلسم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:

"دا چې خلک په هره سیاسي ډله کې وي څرنګه چې شرایط ډېر اضطراري دي نو ډېره مهمه ده چې زموږ سیاسي مشران، سیاسي څېرې په تېره بیا هغه چې په حکومت کې دي د یوه ملي فکر راټولېدو په هڅه کې شي او ټول د هغې تر څنګ راټول شو څو که خدای کول سترو ملي اهدافو ته ورسېږو."

حکومتي چارواکي داسې مهال د هېواد د روان وضعیت څخه د وتلو په لارو او ځینو ګواښونو غږېږي چې د دوبي د پیل راهیسې د افغانستان بېلابېلې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له ګواښونو سره مخ دي.

په دې لړ کې د افغانستان د شمال څخه بیا تر جنوبه وخت نا وخت ځيني ولسوالۍ د طالبانو په له لاس سقوط شوي خو د حکومتي ځواکونو له‎خوا بېرته نیول شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG