د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

موسوي: کندز کې د "شفق" څلورم پړاو پوځي عملیات پيل شول


په کندز ولایت کې د پامیر شلمې فرقې چارواکي وايي، افغان ګډو ځواکونو په دې ولایت کې د «شفق» عملیاتو څلورم پړاو په نوم د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې تصفیوی عملیات پیل کړي دي.

د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره ورځ د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پیل شوي چې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه قوماندان مولوي معاویه په ګډون ۲۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

برید جنرال سید قربان موسوي
برید جنرال سید قربان موسوي

ښاغلي موسوي زیاته کړه:

"د دغو عملیاتو رهبري جنرال مُراد علي مُراد په غاړه لري چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۲۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي."

نوموړی وايي، افغان ځواکونه په قوي مورال سره د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې جنګېږي او وسله‌وال طالبان د دوی پر وړاندې د مخامخ جګړې توان نه‌لري.

د ښاغلي موسوي د خبرو پر بنسټ دغه عملیات به تر هغه وخت پورې د شمال ختیځ زون په ولایتونو کې دوام ولري، څو چې دغه ولایتونه د وسله‌والو طالبانو له وجود څخه نه‌وي تصفیه شوي.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او مُلکي وګړو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

دی زیاتوي:

"دغه عملیات به تر هغه پورې په کندز او شمال ختیځ زون کې دوام ولري، څو چې دغه زون د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه نه‌وي تصفیه شوی."

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې افغان ګډو ځواکونو د ۱۵ تندر تر نوم لاندې په کندز کې تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې دوی وتوانېدل د نوموړي ولایت قلعۀ‌زال ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو څخه بېرته ونیسي.

خو په دې اړه تر اوسه پورې وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG