د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

ولسي جرګې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې ملاتړ وکړ


د افغانستان ولسي جرګې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د تړون ملاتړ وکړ.

ولسي جرګه وایي چې د سولې په برخه کې د حکومت له ژمنو او هڅو هرکلی کوي او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره په دې برخه کې د شوې موافقې ملا تړې ده.

د دی جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه د وکیلانو له پراخو بحثونو نه وروسته وویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده او حکومت باید له هغو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې وکړي چې سوله غواړي.

ابراهیمي: سوله د افغانانو اړتیا ده.
ابراهیمي: سوله د افغانانو اړتیا ده.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه د دې د هېواد د دولت له ښې پالیسۍ څخه چې سوله په کې شامله ده ملاتړ کوي، د حکمتیار صاحب په مشرۍ له حزب اسلامي سره هم باید سوله ژر نتیجې ته ورسېږي، دا د افغانستان خلکو ته د امنیت ،ثبات او ملي حاکمیت په برخه کی یوه هیله ده."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه پر نورو وسله والو ډلو هم مثبت اغیز پرې باسي او په افغانستان کې د نا امنیو د کمېدو سبب ګرځي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې نه ملاتړ کوي چې د سولې موافقه له حزب اسلامي سره نهایي شوې ده.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د تېري جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دوو ورځو به له حزب اسلامي سره د سولې نهایي موافقه لاسلیک شي.

له حزب اسلامي سره د سولې خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري خو کابو دوه اوونۍ کېږي چې په دې برخه کې د پرمختګونو او حتی نهایي موافقې خبره کېږي.

په عین حال کې ځينې راپورونه وایي چې د ملي وحدت د حکومت مشران د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د موضوع پر سر اختلاف لري او همدا لامل دی چې نهایي موافقه له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې ده.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزی هم همدې موضوع ته اشاره کوي او وایي چې یو شمېر محدود کسان نباید د سولې د خبرو اترو په وړاندې خنډ جوړې کړي:

احمدزی: یو شمېر محدود کسان نباید د سولې د خبرو اترو په وړاندې خنډ جوړې کړي.
احمدزی: یو شمېر محدود کسان نباید د سولې د خبرو اترو په وړاندې خنډ جوړې کړي.

"یو څو د ګوتو په شمار دوستان د سولې د خبرو مخالفت کوي، خو دا د افرادو خبره نه ده بلکې د ملت غوښتنه ده، موږ له تاسو نه په جدي ډول غوښتنه کوو چې تاسو له دې مایک څخه پر جناب رئیس جمهور غږ وکړئ چې د ملت پر وړاندې هیڅوک دا حق نه لري چې د سولې د خبرو اترو په وړاندې خنډ واقع شي."

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني هم د لوی اختر په ورځ وویل چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې هیڅ ډول ځنډ نه مني او که چېرې په دې اړه کوم خنډ رامنځ ته شي نو دی به له خلکو سره دا موضوع شریکه کړي او له هغوی نه به وغواړي چې د سولې لپاره په یوه لیکه کې ودرېږي.

ښاغلي غني وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی او دا پرمختګ یې په دې هېواد کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام وباله.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG