د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

اشرف غني: له حزب اسلامي سره د سولې پروسه کې هېڅ ډول ځنډ نه منم


ولسمشر غني وايي له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه شوې دي.

هغه وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې دغه پرمختګ د سولې ټینګښت او د جنګ د پای ته رسولو لپاره ښه ګام دی.

ښاغلي غني د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په ارګ کې وویل ځینې اختلافي مسایل شته خو هغه هم حل کېدونکې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د پام وړ پرمختګ شوی او هیله ده چې ډېر ژر په دې برخه کې وروستۍ موافقې ته ورسیږو، ځینې مسایل پاتې دي او دا مسایل باید په محدود وخت کې حل شي چې حل کیدونکې هم دي."

د لوی اختر په لمانځه کې د ولسمشر غني سربېره د ولسمشر مرستیالانو، د اجرائیه ریاست مرستیالانو، د کابینې غړیو، دولتي چارواکو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.

خو په دغه مراسمو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف ګډون نه وو کړی.

ولسمشر غني همدا راز وویل چې د سولې پروسه هدف، حرکت، اجماع او ژمنتیا غواړي.

نوموړي پر ټولو سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې پروسه باید جدي تعقیب کړي.

امین کریم
امین کریم

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د سولې پر توافقنامې دواړه خواووې هوکړې ته رسېدلي او دغه سند باید دوه ورځې وړاندې لاسلیک شوای وای خو په حکومت د یوې ډلې د مخالفت له کبله تر اوسه دغه سند نه دی لاسلیک شوی.

که څه هم ښاغلي امین دغه مخالفه ډله مشخصه نه کړه، خو وايي پخپله ولسمشر غني ورته ډاډ ورکړی دی.

له بلې خوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

نوموړي ویلي چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ له دوو کالو خبرو اترو وروسته دواړه خواووې هوکړې ته رسېدلي او د سولې سند باید له اختر وړاندې د جمعې په ورځ لاسلیک شوای وای.

ولسمشر غني بیا وايي چې د سولې په برخه کې له دلیل پرته موانع ورته د منلو نه ده.

ولسمشر غني: دغه پروسه کې هیڅ ډول ځنډ نه منم.
ولسمشر غني: دغه پروسه کې هیڅ ډول ځنډ نه منم.

هغه زیاته کړه:

"په دغه پروسه کې هېڅ ډول ځنډ نه منم که چېرته یې پر وړاندې خنډونه جوړېږي په هغه وخت کې بیا دا زما مسؤلیت دی چې دغه جریان له ټولو خلکو سره شریک کړم او له هغوی به وغواړم چې په یوه واحد دریځ کې د سولې لپاره ودرېږي."

که څه هم په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل طالبان بلل کېږي، خو یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا له حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدل مثبت ګام بولي.

سیاسي کارپوه نجیب محمود وايي، له حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدل په اوږد مهال کې ګټور تمامیدای شي خو اوس به د افغانستان پر امنیتي وضعیت دومره تاثیر ونه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG