د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

کریم: حکومت کې یو لوري د سولې موافقتنامې په وړاندې خنډ جوړ کړی


د افغانستان اسلامي حزب وايي، په حکومت کې یو لوري په وروستۍ شیبې کې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د سند د لاسلیک کېدو په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي "د حزب اسلامي او دولت تر منځ له نږدې دوو كلونو مسلسلو خبرو اترو وروسته پر یوې مهمې معاهدې توافق شوی چې باید تر اختر مخکې د جمعې په ورځ لاسلیک او اعلان شوې وای، خو د نوموړې په وینا په وروستۍ شيبو کې افغان دولت يو ځل بيا د داخلي ستونزي له كبله دې ته اړ شو چي لاسليك وځنډوي."

امین کریم چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو اترو کې د حزب اسلامي استازیتوب کوي هم ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت دننه یو لوري د دې سند د لاسلیک سره په وروستۍ شیبې کې مخالفت کړی.

د ښاغلي کریم په وینا له څو ورځو راهیسې د سولې خبرې اترې قطعي او نهايي شوي دي او که د حکومت د ننه د یو لوري مخالفت نه وای، نو اوس به دا سند لاسلیک شوی وای او اعلان شوی به وای.

خو پر دې سربیره نوموړي هیله وښوده چې د اختر په لومړۍ ورځ د اختر تر لمانځه مخکې یا وروسته به د سولې دا سند لاسلیک شي.

د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي هئیت مشر امین کریم وویل:

امین کریم
امین کریم

"همدا څو شیبې مخکې موږ د سولې د عالي شورا څخه را ووتو او د څو یم ځل لپاره توافق پر دې وشو چې ان شاء الله دا سند به د لوی اختر په لومړۍ ورځ لاسلیک شي، خو زه ډاډمن نه یم چې د نظام دننه به یو ځانګړی لوری چې د سولې د بهیر مخالفت کوي، دې کار ته چمتو شي کنه، زه په دې اړه قطعي ځواب نه شم ویلی."

دا چې د حکومت دننه کوم مهم لوری د سولې ددې سند د لاسلیک په وړاندې خنډونه جوړوي، ښاغلي کریم یې په اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې خپله د ولسمشر غني له لورې دوی ډاډه دي:

"نن سهار مو هم له ولسمشر سره ناسته درلوده، د حزب اسلامي سره د سولې د توافق په اړه د اخلاص او تعهد بشپړ ډاډ یې راکړ، نو له هغې لورې موږ ډاډه یوو چې کومه ستونزه نه شته."

د سولې د عالي شورا یو چارواکي چې د حزب اسلامي سره په دې خبرو اترو کې برخه لري ازادي راډیو ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د سولې تړون نهايي شوی او د لاسلیک لپاره یې په شدت کارونه روان دي.

د سولې د عالي شورا دې چارواکي وویل چې د لوی اختر لومړۍ ورځ به د افغانستان د سولې په بهیر کې یو تاریخي ګام پورته او دا تړون به لاسلیک شي.

خپله حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کړې.

بلخوا د حرب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ دا خبرې اترې د تېرو دوو کلونو راهیسې د پردیو له منځګړتیا پرته خپله د افغانانو ترمنځ شوي دي او د ښاغلي حکمتیار په وینا افغانستان کې ښکېلو بهرنیو لورو یې د ملاتړ ژمنه کړې.

ګلبدین حکمتیار هیله ښودلې چې افغان حکومت به له ژمنې سره سم وتوانېږي چې د سولې دا تړون لاسلیک کړي.

د حزب اسلامي د مشر په پیغام کې د دولت پر نورو مخالفینو هم غږ شوی چې خپل اهداف له سوله ییزو لارو تعقیب کړي هغه که د بهرنیو ځواکونو وتل وي او که د حکومت بدلون وي.

د نوموړي د پیغام په یوه برخه کې د اوسنۍ جګړې د دوام په اړه ویل شوي چې په دې بڼه د جګړې دوام د افغانانو په ګټه نه بلکې د افغانانو د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په ګټه دی، یوازې افغانان په کې وژل کېږي او د افغانانو هېواد ورانېږي.

XS
SM
MD
LG