د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

اوچقون: تر۲ ورځو به حزب اسلامي سره هوکړه‌لیک لاسلیک شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ به د سولې چمتو کړی سند په راتلونکو دوه درې ورځو کې لاسلیک شي.

د سولې عالي شورا د تېر په څېر بیا د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د چمتو کړي سند د ژر لاسلیک ډاډ ورکړ.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یوې وړې اجماع د جوړېدو ترڅنګ د موافقت‎نامې ټولې تخنیکې ستونزې حل شوي او په دوو- درې ورځو کې به چمتو شوی سند لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت د سولې موافقت‎نامه به په راتلونکو دوو-درې ورځو کې لاسلیک شي."

شا او خوا پنځه میاشتې وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي چې بلاخره دواړو لورو مرکچي پلاوو په یوه ۲۵ ماده‎ییز پریکړه‎لیک موافقه وکړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې وه چې دغه توافق‎نامه له اختر وړاندې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې لاسلیک وځنډېد.

بل‎خوا د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ټولې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې مخالفت کوي.

د ښاغلي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال انجینیر محمد خان ازادي راډیو ته وویل، که ستونزه نه وي موجوده له ځنډ پرته باید ژرد سولې موافقت‎نامه لاسلیک شي.

د حزب اسلامي مرستیال انجینیر محمد خان
د حزب اسلامي مرستیال انجینیر محمد خان

ښاغلي محمدخان زیاته کړه:

"موږ د مذاکراتو ملاتړ کوو، سره له دې چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې ستونزې نه لیدل کېږي، که کوم پړاو لري باید ژر نهايي شي او بالاخره موافقت‎نامه لاسلیک شي چې دا به د ټول افغان ملت لپاره یو ښه زیری وي، زه د حزب اسلامي په استازیتوب د سولې ملاتړ کوم او لبیک ورته وایم."

که څه هم پخوا دېته ورته ژمنو شوې، خو په ټاکلي وخت نه دی عملي شوې، دا چې دا ځل به په رښتیا هم په دوه درې ورځو کې د محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې سند لاسلیک شي؟

ازادي راډیو دغه پوښتنه د سیاسي چار له کارپوه مطیع الله خروټي سره شریکه کړه.

ښاغلي خروټي په دې باور دی چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرو څخه د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي او د بلخ د سرپرست عطا محمد نور ملاتړ دا په ډاګه کوي چې ستونزه حل شوې ده.

د ښاغلي خروټي د معلوماتو له‎مخې دا مهال د افغان حکومت له لوري په کابل کې د ګلبیدن حکمتیار راتګ ته چمتوالی روان دی او په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG