د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

کریم: د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي


د حزب اسلامي پلاوی وايي چې له افغان حکومت سره د سولې د موافقتنامې سند وروستی شوی او تر راتلونکو څو ساعتونو به امضا شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ له اوږده انتظار وروسته د حزب اسلامي مرکچي پلاوی وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د موافقتنامې پرمتن هوکړه شوې ده.

د دغه حزب د مرکچي پلاوي مشر امین کریم نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په برخه کې ټول خنډونه لمنځه تللي او تر راتلونکو څو ساعتونو به دواړه خواووې د سولې د موافقتنامې متن لاسلیک کړي.

د حزب اسلامي مرکچي پلاوی امین کریم
د حزب اسلامي مرکچي پلاوی امین کریم

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې خبرې وروستي پړاوو ته رسېدلې دي او له خدای پاک نه هیله لرم چې تر راتلونکو څو ساعتونو به د سولې د موافقتنامې سند وروستی کړو او په دې به وتوانېږو چې د افغانستان شریف ملت ته د سولې زېری ورکړو."

له دې وړاندې د حزب اسلامي مرکچي پلاوی له افغان حکومت سره د سولې د موافقتنامې پر پنځه وېشت ماده ایزسند هوکړې ته رسېدلې و او ټاکل شوې وه چې دغه سند د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له لورې لاسلیک شوای وای، خو د سولې عالي شورا ویلي وو چې د حزب اسلامي پلاوي د ځینو مادو د تفسیر او تشریح غوښتنه کړې وه.

د سولې د عالي شورا له لورې د اختلافي مواردو له تشریح او تفسیر وروسته اوس د حزب اسلامي پلاوی وايي چې د سولې په برخه کې ټول خنډونه لرې شوې او داسې څه نشته چې د سولې د موافقتنامې د لاسلیک مخه دې ونیسي.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو لاهم سل په سلو کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل:

"له حزب اسلامي سره د سولې د موافقتنامې سند تراوسه سل په سلو کې نهایي شوی نه دی، د پام وړ داسې پرمختګونه شوي چې پخوا هیڅکله نه وو شوي او د سولې د موافقتنامې نهايي کېدو ته نږدی شوي یو."

ښاغلي چخانسوري له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې د تازه پرمختګونو او داچې ولې تر اوسه د سولې موافقتنامه ورسره نه ده لاسلیک شوې څه ونه ویل.

له دې وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د حزب اسلامي یو له مهمو شرطونو څخه وو چې د سولې پخوانۍ خبرې له همدې کبله بې نتجې شوې پای ته رسېدلې وې.

له تور لیست څخه د ګلبدین حکمتیار په ګډون د دغه حزب د ځینو نورو غړو د نومونو وېستل هم هغه بله موضوع وه چې تل د حزب اسلامي مرکچي پلاوي پرې تاکید کاوه.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG