د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

جمعیت حزب د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړ


د بلخ والي او د جمعیت حزب اجراییه مشر عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اتر له دوام څخه ملاتړ وکړ.

عطا محمد نور چې د دوشنبې په ورځ یې مزارشریف کې د اختر د لمانځ په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې له اړینو ملاحضاتو وروسته یې دا تصمیم نیولی ترڅو د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي.

هغه د داوړ لورو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه خپل ملاتړ دا ډول څرګند کړ:

"د یاد تفاهم لیک او تغییراتو په اړه یې چې له مرکز څخه کوم اطمینان ما ته راکړل شوی دی، په کې مشکل نه وینم، لهذا د جمعیت ګوند موقف دا دی چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له خبرو څخه ملاتړ کوي."

په داسې حال کې د جمعیت حزب اجرائیه رئیس د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه ملاتړ وښود چې تر دې دمخه د حکومت اجرائیه ریاست په دې تفاهم لیک کې پر ځینو شاملو موادو نیوکه کړې وه.

د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړه لیک لا نه دی وروستی شوی، خو په هېواد کې یې د نورو سیاسي حزبونو غوڅ ملاتړ او نه ملاتړ هم له ځان سره درلودلی دی.

عطا محمد نور د اختر د لمانځه مراسمو ته د خبرو په ترڅ کې دا هم وویل چې د هېواد د حاکم وضعیت ښه والي او د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ترمنځ د جوړ جاړي په اړه هم سیاسي ناستې دوام لري.

هغه زیاته کړه چې د بروکسل له غوندې ۱۵ ورځې وروسته به د هېواد د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه د خپلو ناستو نتایج اعلام کړي.

نور له ارګ او اجرائیه ریاست سره د خپلو هوکړو په اړه داسې وویل:

"له ولسمشر سره مو هم تفاهم درلود او له اجرائیه ریاست سره هم، څرنګه مې چې دمخه وعده کړې وه، یو قوي او ملي حرکت مو پیل کړی او په کابل کې چې کوم وضعیت موجود وو، هغه مو بدل کړ."

عطا محمد نور د شمال زون امنیتي وضعیت ته هم اشاره درلوده او وویل چې یو شمېر کړۍ په هڅه کې دي ترڅو په بلخ او ګاونډي ولایتونو کې نا امنۍ ته لمن ووهي.

نور وویل، چې هېڅ یوې تروریستي ډلې ته به اجازه ورنه کړي، ترڅو په بلخ کې حاکم نظم له منځه یوسي او د نا قرارۍ او نا امنۍ سبب شي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG