د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

سولې شورا: حزب اسلامي سره موافقه تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې


د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقې له نهایي کېدو سره د دغه موافقې د لاسلیک کېدو څرک نه لګېږي.

وروسته له هغې چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په اړه د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر په وروستیو څو ورځو کې څو ځلې دا خبره وکړه چې د سولې موافقه نهایي شوې او هغه لاسلیک کېږي، دغه موافقه تر نن پورې چې ولسمشر یې هم یادونه وکړه، نه ده لاسلیک شوې.

افغان ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې د لوي اختر په مناسبت وینا کې له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ یادونه وکړه، خو د سولې په وړاندې یې د ځینو خنډونو یادونه هم وکړه:

"د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې په وړاندې هیڅ خنډ چې بې دلیله وي، زه نشم منلی، هیڅ ډول خنډ د دغې مقدسې پروسې په وړاندې زه نه منم او که خنډ ایجاد شي نو بیا زما دنده ده او زما وظیفه ده چې له ټول ولس سره جریان شریک کړم او له ټول ولس څخه غوښتنه وکړم چې په واحد صف کې ان شاالله وتعالی د سولې لپاره ودریږي چې دریږو. "

امین کریم چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو اترو کې د حزب اسلامي استازیتوب کوي تېرماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه موافقه باید د تېرې جمعې په ورځ لاسلیک شوې وای چې لاسلیک یې وځنډیده او وروسته پتیل شوې وه چې هغه به د اختر په ورځ د لمانځه له ادا کولو مخکې لاسلیک شي، خو د ده په وینا د حکومت دننه یوه لوري د دې سند د لاسلیک سره په وروستۍ شیبې کې مخالفت کړی.

دا چې د حکومت دننه کوم مهم لوری د سولې د دې سند د لاسلیک په وړاندې خنډونه جوړوي، ښاغلي کریم یې په اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې خپله د ولسمشر غني له لورې دوی ډاډه دي.

امین کریم
امین کریم

هغه زیاته کړه:

"له ولسمشر سره موناسته درلوده، د حزب اسلامي سره د سولې د توافق په اړه د اخلاص او تعهد بشپړ ډاډ یې راکړ، نو له هغې لورې موږ ډاډه یوو چې کومه ستونزه نه شته."

په دې اړه چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې په وړاندې له ځینو خنډونو د ولسمشر مقصد څه و په تېره بیا د هغې وینا چې که د سولې په وړاندې مخالفتونه پای ته ونه رسېږي، دې به دا مسله له ملت سره شریکه کړي، د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشریې په اړه وایي:

"منظوریې دادی څوک چې مخالفت کوي او که چیرې دغه مخالفت ته دوام ورکوي، باید دغه ولس ته مراجعه وشي چې دغه ده زه غواړم سوله وکړم، خو دغه مخالف ګوند یا مخالفې ډلې نه غواړي، د سولې په پروسه کې ځان شریک کاندې، په دې خاطر پرحکومت به بیا څوک انتقاد نه کوي چې هغه نه غواړي سوله وکړي، حکومت غواړي سوله وکړي، خو ځينې کړۍ دي په دې هېواد کې خصوصاً په حکومت کې چې نه غواړي سوله وکړي، دا ځان ته برات ورکول دي."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په خپله د اختر په مناسبت پیغام کې د دغې موافقې د نهایي کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې دغه معاهده چې نږدې دوه کاله پرې مسلسلې خبرې شوې باید تر اختر مخکې د جمعې په ورځ لاسلیک او اعلان شوې وای، خو د نوموړي په وینا په وروستۍ شيبو کې افغان دولت يو ځل بيا د داخلي ستونزي له كبله دې ته اړ شو چې لاسليك وځنډوي.

د اشرف غني له دغو څرګندونو او د حزب اسلامي ادعاو ته په پام سره چې ویلي یې دي د حکومت د ننه یولوری د سولې د موافقې د لاسلیک کېدو مخالفت کوي، دا کوم لوری دی چې نه غواړي له حزب اسلامي سره دغه موافقه چې له څومیاشتو راهیسې پرې کارشوي، لاسلیک شي.

د ملي یووالي د حکومت په راس کې ولسمشر او اجراییه رئیس دي.

ایا هغه لوری چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د لاسلیک په وړاندې خنډ جوړوي اجرائیه ریاست دی؟ په دې اړه د اجرئیه ریاست له ویندویانو سره د پرله پسې تماسونو سره په دې بریالي نشو چې نظر یې واخلو، خو یو شمېر کارپوهان وایي، له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په وړاندې له مخکې د حکومت په دننه کې ځینې مخالفتونه و.

د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر
د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر

د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر دغو مخالفتونو ته په اشاره وایي:

"په حکومت کې دغه اختلافات له هغې زمانې راپیدا شوي چې حزب اسلامي وغوښتل چې بیرته راشي افغانستان ته او د سولې له پروسې سره یوځای شي، تاسو پوهیږی شمالي ټلوالې دومره جنجالونه چې له حزب اسلامي سره یې لرل ایا هغوی به حاضر شي چې په هاغو شرایطو چې په دغې موافقه کې دوی سره لیکلي، ویې مني، نوله دې کبله دا یوه څرګنده خبره ده چې داسې اختلافات باید موجود وي."

افغان ولسمشر نن په خپلو خبرو کې دغه راز وویل چې هیله ده چې د سولې موافقه ډېر ژر نهایي شي او د خنډونو د هواري لپاره یې وخت محدود دی.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر هم په دې خبرې ټینګارکړی چې د سولې موافقې ته په رسېدو کې یې له ډېر صبراو حوصلې کار اخیستی او بیا به هم صبر وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا نن دوشنبې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دغې موافقې د لاسلیک ځنډ تخنیکي ستونزې بللې چې په وینا یې د اختر د رخصتیو له امله رامنځ ته شوې دي.

XS
SM
MD
LG