د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

نادري: د هند یو میلیارد ډالري مرسته په پوځي برخه کې نه‎لګول کېږي


د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې هند له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو دوهم پړاو مرستو تر څنګ ژمنه کړې چې د افغانستان په اقتصادي برخه کې پانګونه کوي.

دغه چاوراکي وايي چې د هندوستان د یو میلیارد ډالرو نوې مرسته په اقتصادي، زیربنايي او بیارغونې برخه کې لګول کېږي نه په نظامي.

د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري د چهارشنبې په ورځ له هندوستان څخه ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې د دې نوي اعلان تر څنګ د هندوستان د لومړي پړاو مرستې چې په زیربنايي برخو کې وې په سیاسي او اقتصادي لحاظ ګټورې تمامې شوې دي.

نادري: د هندوستان له‌خوا د یو میلیارد ډالرو دا مرسته په یوه خاصه طریقه د افغان دولت سره په همکارۍ او مشورې تر سره کېږي.
نادري: د هندوستان له‌خوا د یو میلیارد ډالرو دا مرسته په یوه خاصه طریقه د افغان دولت سره په همکارۍ او مشورې تر سره کېږي.

ښاغلی نادري دې ته په اشارې سره چې دا مرستې تر څلورو راتلونکو کلونو لپاره دي او د خلکو ژوند د بدلولو لپاره به ولګول شي وايي:

"د هندوستان له‌خوا د یو میلیارد ډالرو دا مرسته په یوه خاصه طریقه د افغان دولت سره په همکارۍ او مشورې تر سره کېږي، دا کېدای شي په بېلابېلو برخو کې زموږ د بې‎وزله خلکو ژوند د بدلولو لپاره ګټوره تمامه شي."

د یو میلیارد ډالرو دا مرسته نوې ډېلي ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر پر مهال کېږي چې د هغه هېواد د صدراعظم په رسمي بلنه تللی دی.

اشرف غني له نرېندرا مودي سره په خبرو کې د ترورېزم څخه ملاتړ وغانده.
اشرف غني له نرېندرا مودي سره په خبرو کې د ترورېزم څخه ملاتړ وغانده.

جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ د نرېندرا مودي سره په خبرو کې د ترورېزم څخه ملاتړ وغانده او دواړو لورو د دې پدیدې په وړاندې د مبارزې ژمنه تازه کړه.

په همدې حال کې اسوشیټېډ پرېس رسنۍ لیکلي چې کابل او نوې ډېلي د ګډو اعلامیو تر څنګ یو بل ته د مجرمینو د ورکړې پر موافقې هم لاسلیک کړی دی.

اسوشیټد پرس: کابل او نوې ډېلي یو بل ته د مجرمینو د ورکړې پر موافقې هم لاسلیک کړی.
اسوشیټد پرس: کابل او نوې ډېلي یو بل ته د مجرمینو د ورکړې پر موافقې هم لاسلیک کړی.

په اقتصادي برخه کې د هندوستان د مرستو اعلان داسې وخت د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې کېږي چې له دې یوه ورځ وړاندې په کابل کې د هندوستان سفارت د افغان ځوانانو د روزنې په برخه کې هم د هغه هېواد له مرستو ویلي دي.

د هندوستان سفارت په خپله خپره شوې اعلامیه کې زرو افغان ځوانانو ته د بورسونو اعلان کړی دی.

هندوستان له دې وړاندې هم د دوه میلیارده ډالرو شاوخوا مرستې د افغانستان په بېلابېلو زیربنایي پروژو او بیارغونه لګولي دي.

له دې سره دغه هېواد د سلما بند چې د افغان هند د دوستۍ بند په نوم یادېږي، د ملي شورا ودانۍ او د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼی په څېر سترې پروژې هم په افغانستان کې بشپړې کړي دي.

په نظامي برخه کې بیا نوې ډېلي افغان ځواکونو ته «MI-25» ډوله درې هلیکوپټرې ورکړي دي.

نوې ډېلي افغان ځواکونو ته «MI-25» ډوله درې هلیکوپټرې ورکړي دي.
نوې ډېلي افغان ځواکونو ته «MI-25» ډوله درې هلیکوپټرې ورکړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان داسې وخت چې په هېواد کې بې‎وزلي ډېره شوې د هندوستان دا مرستې ګټورې ګڼي.

له دې ډلې یې محمد عارف نظیف وايي چې دا مرستې ممکن یو ځل بیا ځينې هېوادونه له افغانستان سره مرستو ته وهڅوي.

ښاغلی نظیف وايي:

"په اوسنیو شرایطو کې دا مرسته خورا ګټوره ده، افغانستان‌یې باید سم مدیریت وکړي او هغه په داسې پروژو چې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي ولګوي ښه ده چې ډېره برخه‎یې د اوبو لګونو او برېښنايي بندونو په جوړولو مصرف شي."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شل ورځې وروسته د افغانستان سره د اقتصادي مرستو په هکله د بروکسل نړیوال کنفرانس جوړېږي کوم چې د کارپوهانو په باور له دې ناستې مخکې داسې مرستې په هغه کنفرانس هم اغېز لرلای شي.

په داسې حال کې چې پاکستان تل له کابل سره د نوې ډېلي مرستو ته د شک او ګواښ په سترګه کتلي، افغان چارواکي وايي له هندوستان سره دا نېږدې والی بل کوم هېواد ته د خطر په معنی نه‎دی.

XS
SM
MD
LG