د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

رادمنش: هند افغانستان ته نورې پوځي هلیکوپټرې ورکوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هند له لورې له افغانستان سره د پوځي هلیکوپټرو مرسته د هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې ډېر ګټور ګام دی.

دیاد وزارت مسؤلین وايي چې هند په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف افغان ځواکونو ته د نورو تجهیزاتو ترڅنګ یو شمېر پوځي هليکوپټرې ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هند په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف له افغان ځواکونو سره د پرمختللو تجهیزاتو د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت یوه ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هند له لورې کېدونکې مرستې او په خاصه توګه پوځي هليکوپټرې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي.

ښاغلی رادمنش وايي، دا مهال افغان ځواکونه پوځي هليکوپټرو او په خاصه توګه هندي هغو ته ډېر ضرورت لري، ځکه چې د افغانستان په جغرافیه کې یې فعالیت ګټور ثابت شوی دي.

د هند پوځي مرستې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي
د هند پوځي مرستې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي

هغه زیاته کړه:

"چورلکې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو د افغان ځواکونو لپاره ډېرې مهمې دي او همدا راز لکه څنګه چې د هند هېواد وعده کړې ده ممکن ده چې افغانستان سره د چورلکو مرسته وکړي."

له ارګ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په تهران کې د کتنې پرمهال له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لومړی به افغان لورې د یوه کمېسیون په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو لیست برابروي او بیا به دغه لیست هند ته سپاري چې پوځي هليکوپټرې به هم په دغه لیست کې شاملې وي.

هند له دې وړاندې افغانستان ته د څلورو پوځي هليکوپټرو مرسته کړې ده او په کابل کې دهند سفیر موده وړاندې ویلي و چې د افغانستان پوځي اکاډمۍ ته به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره خپل روزنکي هم واستوي.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان که څه هم له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو مرسته ضروري بولي خو سپارښته یې داده چې د دغه وسایلو د استعمال لپاره باید د افغان ځواکونو ظرفیتونه هم لوړ شي.

پوځي کارپوهان له افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته ضروري بولي
پوځي کارپوهان له افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته ضروري بولي

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی:

"هره مرسته چې هر هېواد یې د افغانستان له وسله وال پوځ سره کوي موثره ده او خپل اثر لري خو دا یوازې کافي نه دي چې زموږ سره د وسلو او هوايي ځواک په برخه کې مرسته وکړي بلکې د دې لپاره موږ تخنیکي مرستو ته هم ضرورت لرو او زموږ منسوبینو ته باید د وسله وال پوځ د دغه وسایلو د استفادې لپاره ځانګړې روزنه وګوري."

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک په برخه کې یې ډېرې ستونزې په ۲۰۱۶میلادي کې حل شوي او افغان ځواکونه په ورځ کې له ۱۵۰ نیولې تر ۱۸۰ پورې پوځي او ملکي پروازونه کوي خو پوځې کارپوهان بیا وايي، لاهم افغان ځواکونو د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لري او هر څومره چې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی وي په هماغه کچه به د افغان ځواکونو عملیات ګټور او غښتلي وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG