د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

امریکا د افغان هوايي ځواکونو هلیکوپټرې په راکټونو مجهزوي


د افغانستان دفاع وزارت د امریکا متحده ایالتونوله هغو تیاریو هرکلی کړی چې وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو هلیکوپټرې به په راکټونو مجهز وي.

دغه وزارت وايي چې د افغانستان هوايي ځواک د نړېوالې ټولنې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري او د هغوی د تقویت لپاره یې هیڅ ډول مرسته نه ده سپمولې.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد د هوايي ځواک په هیلي کوپترو کې د راکټونو نصبول ستايي خو ټینګارکوي چې امریکا او ناټو باید افغان هوايي ځواکونه په اساسي ډول تجهیز او پیاوړي کړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د هوايي ځواک په یو شمېرڅرخي الوتکو کې ټوپکونه نصب دي خو که راکټونه په کې کینول شي ډېر موثر تمامیدلی شي.

هغه د افغان هوايي ځواک تجهیزول یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې نړېواله ټولنه باید ډېره پاملرنه ورته وکړي:

((هدف دا دی چې دغه هیلوکپترکولای شي چې د توپ او د لوړچاپ ماشیندار ترڅنګ رهبري او غیر رهبري شوي راکټونه هم ولري که چېرې موږ دغه هیلوکپترپه راتلونکي کال کې په راکټونو سمبالي کړو دا یو ښه اقدام دی.))

ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۱۶ میلادي کال ترجولای میاشتې پورې ام ډي ۵۳۰ اف افغانستان نولس هلي کوپتري چې دیارلس اعشاریه دوه ملیون امریکايي ډالر ارزښت لري په ۲۶۰ ملي متره راکټونو باندي تجهیز کړي.

د دغه راکټونو د نصبولو تړون تردې وړاندې د افغانستان او د امریکا دفاع وزارت ترمنځ لاسلیک شوی چې کولای شي له هوا څخه پرځمکه هدف ښه په نښه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال یو شمېرهیلوکوپترې چې په اف،ان،۱۲.۷ملي متره هرتسال ماشینونو سمباله دي د افغان ځمکنیو پوځونو ملاتړکوي خو ویل کیږي چې دغه هیلي کوپتري د افغان ځواکونو اړتیا ته په کتو کافي نه بلل کیږي.

اخوا د پوځي چارو افغان کارپوه شاه محمود میاخیل ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان هوايي ځواکونه لکه څنګه چې لازمه ده نه دي پیاوړي شوي:

((د افغانستان هوايي ځواکونه اوس مهال لکه څنګه چې لازمه وه نه دي تقویه شوي، هر رنګه مرسته چې د هوايي قواو سره کیږي مرال یې لوړیږي چې دا د افغانستان د ثبات او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.))

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه وزارت مشرتابه د هوايي ځواکونو د تقویت په برخه کې هیڅ ډول مرسته نه ده سپمولې او ټاکل شوې چې امریکا او ناټو په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

له بل لوري د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې د افغانستان ځمکنیو پوځیانو ته روزنه ورکوي ترڅولا پیاوړي شي.

XS
SM
MD
LG