د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

مینه‌پال: مودي به له غني سره د ترورېزم ضد پر ګډ دریځ وغږيږي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې افغان ولسمشر به چهارشنبې هند ته لاړ شي او هلته به د هند له صدراعظم نريندرا مودي او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو ترڅنګ په امنیتي مسائلو هم بحثونه وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني به د هند له صدراعظم سره د ترورېزم پر ضد د دواړو هېوادونو د ګډ دریځ په اړه خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"افغان ولسمشر به له هندي چارواکو سره په لیدنه کې په اقتصادي همکاریو دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث وکړي او همدارنګه له ترورېزم سره د مبارزې په ګډ دریځ، په امنیتي مسائلو به هم خبرې وکړي."

د ښاغلي مینه‎پال په خبره محمد اشرف غني به د خپل سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو سربېره له یو شمېر افغان محصلینو او سوداګرو سره هم لیده کاته وکړي.

هند تېرو څو کلونو کې له پوځي همکاریو سربېره افغانستان کې په سترو اقتصادي پروژو له هغې جملې د ملي شورا د نوې ودانۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ او په هرات کې د سلمابند په جوړولو کې زیاته مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هند د افغان ولسمشر سفر د دواړه اړخېزو همکاریو لپاره یو ښه فرصت دی.

هندي رسنیو هند ته محمد اشرف غني د سفر په اړه لیکلي افغان ولسمشر به له نریندرا مودي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د هند د پوځي مرستیو په زیاتوالي هم بحث وکړي.

کابل کې د هند سفیر منپریټ وهرا ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې هیله څرنګه ده چې په دغه سفر کې د دواړو لورو ترمنځ یو شمېر موافقې هم لاسلیک شي.

د رییس جمهور غنی سفر په هکله د هند سفیر سره مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:57 0:00

دی وايي:

"تاسې پوهیږئ چې هند او افغانستان نېږدې اړیکې لري او دواړه سټراټیژیک ملګري هم دي، موږ په بېلابېلو برخو کې همکاري کوو چې د سیمه ییزې همکارۍ او پرمختګ، د سیمې د نښلولو او سوداګرۍ لپاره دا موارد مهم دي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان اوسنیو امنیتي شرایطو او د پاکستان لاسوهنو ته په کتو افغانستان ته د هند مرستو او همکاریو راجلبول مهم اقدام بولي.

د دغو کارپوهانو له جملې مطیع الله خروټی وايي، افغان حکومت باید په خپلو کې د هند او پاکستان له سیالیو څخه د افغانستان په ګټه استفاده وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG