د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

له ترورېزم سره مبارزه او سوداګريزه همکاري، هند ته د غني اهداف


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سبا چهارشنبه هند ته ځي.

ولسمشر غني به هند ته په سفر کې د هغه هېواد له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري او د دواړو هیوادونو د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پر نوو لارو به خبرې وکړي.

د ولسمشر ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل هند له افغانستان سره له سترو مرسته کوونکو هېوادونو دی او د افغانستان حکومت له هند سره د اقتصادي همکاریو لا پراختیا د ځان په ګټه ګڼي.

د ولسمشر ویندوې محمد هارون چخانسوري
د ولسمشر ویندوې محمد هارون چخانسوري

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:

"تاسو ته معلومه ده چې هند له افغانستان سره له غټو مرسته کوونکو دی او دلته یې لویي اقتصادی پروژې درلودې. لکه د پارلمان ودانۍ د افغانستان او هندوستان د دوستۍ [سلما] بند، د زرنج او دلارام سرک او د چابهار بندر چې کار یې لا هم دوام لري. له افغانستان سره د هند د سترو مرستو بسته بشپړه شوې نو ولسمشر به د نورو اقتصادي پروژو پر پيل له هندي لوري سره خبرې وکړي. خو د دې ترڅنګ به دواړه خواوې د ترورېزم پر خلاف پر ګډه مبارزه هم خبرې کوي. "

محمد هارون چخانسوري ټینګار وکړ چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ترورېزم پر وړاندې پر ګډه مبارزه د ښاغلي غني او نریندرا مودي د خبرو جزئیات به وروسته څرګند شي.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې هندي سوداګرو ته له افغانستان سره د تجارت لپاره په"واګه" بندر کې لار ورکړي.

کابل داسلام اباد حکومت ته خبرداری هم ورکړ چې په غیر صورت کې بهد منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تجارت لاره ورته وتړي.

هندۍ خپرونې "ټایمز اف اینډیا" لیکلي چې اسلام اباد ته د کابل دا خبرداری پر هغو هندي سوداګرو چې په افغانستان کې او د دې هېواد له لارې په منځنۍ اسیا کې د سوداګرۍ لويې ګټې يې په نظر کې نیولې، د "زیري" په څېر خوږ لګیدلی دی.

زیات هندي سوداګر تمه لري چې زیات مالونه یې په مناسبه بیه او لنډ وخت کې د افغانستان مارکېټونو او د دې هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ورسېږي پیداکړي.

هندي سوداګر سونیت کوچار ټایمز اف اینډیا ته ویلي چې د افغانستان له لارې به د هند تولیدات په ټوله سیمه کې نوو مارکیټونو ته اسانه او ارزانه لار پیدا کړي.

سونیت کوچار ویلي:

"پاکستان تل خپلې لارې هندي سوداګرو ته بندې کړې چې له افغانستان سره تجارت وکړي. خو د واګه بندر له پرانيستلو سره به د هند دا خوب ریښتیا شي چې خپل سوداګري مالونه د منځنۍ اسیا مارکیټ ته ورسوي. "

هندپه عمومي ډول چای، سپک ماشیونونه او کالي افغانستان ته صادروي خو د "واګه" بندر له لارې به په کمه بیهاو لنډ وخت کې زیات نور مواد هم دې هېواد او د منځنۍ اسیا مارکيټونو ته صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي، د چابهار بندر له بشپړېدو او له چینه افغانستان ته د ریل ګاډي د لارې له جوړېدو سره به پر پاکستان د افغان سوداګرو اتکا کمیږي.

د هندي سوداګرو لپاره د "واګه" بندر پرانیستل کیدل به د افغانستان له سوداګرو سره هممرسته وکړي چې خپل مالونه په لنډ وخت کې هند ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل چې دوی افغان سوداګرو ته په "واګه" کې د ترانزیټ لار ورکړې خو کابل له اسلام اباد سره د ټرانزیټ د یوه تړون پر اساس، نه شي کولای چې هندي مالونه د پاکستان له لارو وارد دکړي.

خو ښاغلي حافظي ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ موافقه له نیمګرتیاوو ډکه ده .

هغه ټینګار وکړه چې پاکستان باید نړیوالو قوانینوته د خپل تعهد پر اساس په "واګه" کې سوداګرو ته لار ورکړي.

افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي
افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي

اذرخش حافظي زیاته کړه:

"موږپه‎دې برخه کې له پاکستان سره دوه نړیوال تعهدونه لرو. یو د تجارت د نړیوال سازمان او بل د ژنیو د کنوانسیون چې په هغه کې باید د واګه بندر د ټرانزیټ او انتقالاتو لپاره د یوه او بل لپاره پرانېزو. "

په هند کې د تجارتي خونو"ایندوفارین چمبرزاف کمومیرس" مشر بي کې بجاج هندۍ خپرونې "ټایمز اف اینډیا" ته ویلي، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او سمندر ته لار نه‎لري، له دې امله د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د سازمان د پریکړه‎لیک پر اساس مجبور دی چې سمندر ته لار ورکړي.

XS
SM
MD
LG