د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

افغان سیاستوال له وخت مخکې د بهرنیو ځواکونو وتل تېروتنه بولي


یو شمېر افغان سیاستوال او د پخواني حکومت د کابینې غړي له افغانستان څخه له وخته وړاندې د محاربوي امریکايي ځواکونو وتل تېروتنه بولي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې انتقاد کوي چې امریکا او ملاتړو یې له دې پرته چې په افغانستان کې خپل مأموریت پای ته ورسوي افغانانو ته شاه کړه.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د امریکا د محاربوي ځواکونو ډېره برخه په داسې حال کې ووېستل شوه چې د ترورېزم خطر پر خپل ځای وو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی و او افغان ځواکونو په همغه شکل چې باید تجهیز شوي وای نه‌و سمبال شوي.

پنځلس کاله وړاندې په همدې ورځ یعنې د سپټمبر په ۱۱مه کله چې د امریکا سوداګریز برجونه او د پنټاګون ودانۍ تر بریدونو لاندې راغلې د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبیلو بوش سملاسي ظاهراً افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو په هدف د لسګونو زرو امریکايي ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه.

که څه هم بېلابېلو امریکايي چارواکو په تأکید سره دا ویلي و چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په کتو به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د محاربوي ځواکونو یوه لویه برخه ووتله.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي معین جاوید لودین وايي، په اول کې باور دا وو چې د امریکايي ځواکونو په وتو به په افغانستان کې جګړه یو څه سړه شي خو دا خبره سمه نه‌وه.

ښاغلي لودین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغانانو هم له امریکایانو دا توقع نه‌لرله چې د اوږد مهال لپاره دې په افغانستان کې پاتې شي، خو د ځواکونو د سمبالنې او تهجیز توقع ترې کېده چې دا کار یې هم په نیمه کې پرېښود.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین جاوید احمد لودین
د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین جاوید احمد لودین

هغه زیاته کړه:

"په هغسې وضعیت کې د امریکایانو دا تصمیم مخکې له وخت څخه و او یوه اشتباه وه او په دې اشتباه خپله امریکایان هم پوهېږي، موږ خو اصلاً د دې طرفدار نه‌وو چې امریکایان د دایم لپاره پاتې او یا د اوږد مهال لپاره پاتې شي، موږ یوازې له دوی دومره توقع لرله چې د افغانستان خپلې قواوو دې مرحلې ته ورسوي چې په خپله وکړای شي له افغانستان څخه دفاع وکړي."

ښاغلی لودین وايي، په اوس کې دا مهمه ده چې امریکایان او ملاتړي یې له افغان ځواکونو څخه چې له خورا پیچلې جګړې سره مخامخ دي مرسته وکړي.

پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي بیا وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو د نورو مشکلاتو تر څنګ د افغان ځواکونو پر روحیې هم منفي اغېز پرېښود.

ښاغلي کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل کله چې امریکایان له افغانستان څخه ووتل جنګیالیو خپل بریدونه له دې کبله پراخ او تېز کړل چې ګواګې بهرنیو ځواکونو ته‌یې ماته ورکړه خو واقعیت داسې نه‌وو.

پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي
پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي

هغه زیاته کړه:

"د دوی وتلو تر ډېره حده زموږ پر امنیتي قوتونو هم تأثیر وکړ، که څه هم په وظیفه کې څه تغییر رامنځته نه‌شو، افغان ځواکونه په مېړانه وجنګېدل او لاهم جنګېږي، خو تأثیر یې منفي وو او باید نه‌وای وتلي."

ښاغلی کریمي وايي، که څه هم افغان ځواکونه اوس د دې جوګه شوي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي، خو د بهرنیانو مرستې ورسره ځکه مهمې دي چې دغه ځواکونه له داسې وسله‌والو سره جنګېږي چې د بهرنیانو او په خاصه توګه د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري.

دا چې په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو او په خاصه توګه د امریکايي ځواکونو د لویې برخې وتل څومره پر ځای پرېکړه وه او اغېزې یې څه وې دا او دې ته ورته پوښتنو ته په کابل کې د قاطع مأموریت د ملاتړ مطبوعاتي دفتر ځواب وایي.

د قاطع ملاتړ مأموریت څخه ازادي راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې دا ویل شوي چې که څه هم له افغانستان څخه د بهرنیو او امریکايي ځواکونو ډېره برخه وتلې خو دوی خپلو کړو وعدو ته ژمن دي.

د قاطع ملاتړ مأموریت وايي چې ناټو او امریکا به تر اوږده مهاله له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو افغان ځواکونه په ښه توګه د خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

په کابل کې د قاطع ملاتړ مأموریت د عامه اړیکو مشر میخایل لوهورن:

"زه د دې پر ځای چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر ته اشاره وکړم غواړم دا ووایم چې له افغانستان سره د ناټو او امریکا تعهد دوامداره دی، له ۲۰۰۱ کال راهیسې دواړو امریکا او ناټو په افغانستان کې د دې لپاره هڅې کړي چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل نه‌شي او دغو هڅو ته به په راتلونکو کې هم دوام ورکړي."

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د شاوخوا یو سلو دېرش زره امریکايي سرتېرو لویه برخه ووتله، خو د امنیتي وضعیت په خرابېدو د امریکا ولسمشر شاوخوا لس زره سرتېري په افغانستان کې پرېښودل.

دا مهال د امریکا تر څنګ د ناټو د غړو هېوادونو ۳۰۰۰ سرتېري د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په دنده بوخت دي چې اصلي دنده‌یې د افغان ځواکونو ملاتړ، مشور او روزنه ده.

په وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو ولسمشر بارک اوباما خپلو ځواکونو ته په محاربوي مأموریت کې د ضرورت پر مهال د ښکېلتیا اجازه ورکړه.

د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال بیا په دې نظر دی چې په افغانستان کې قصداً داسې حالات رامنځته شوي چې د بهرنیو ځواکونو موجودیت او نه‌موجودیت خپل مشکلات ولري.

ښاغلي ارغندیوال ازادي راډیو ته وویل چې افغانان باید نور په دې پوه شي چې هېڅ‌څوک د دوی له غمه نه‌دي مړه او په یووالي، صبر او تدبیر خپل مشکلات حل کړي.

د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال
د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال

هغه زیاته کړه:

"له بده مرغه حالات داسې راوستل شوي چې موږ مجبور یو که په افغانستان کې بهرني ځواکونه نه‌وي وضعیت لا پسې خرابېږي، خو په عین وخت کې په دې هم ښه پوهېږو چې دغه ځواکونه د افغانستان د ثبات لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره دلته راغلي دي."

په ټوله کې باور دا دی چې له افغانستان څخه له تدبیر پرته د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو افغانانو او هم‌یې امریکایانو ته تاوانونه ورسول، خو په کابل کې د ناټو قاطع مأموریت وايي چې له افغانستان بهرني ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوو او ظرفیت ته په کتو ووتل.

پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي، د افغان ځواکونو پیاوړتیا، ملي یووالی، د یو بل منل، زغم او د حکومت له لوري د یوه داسې با تدبیره سیاست لوبول چې د افغانستان ملي ګټې د امریکا او نورو هېوادونو له ګټو سره همغږې کړي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم اقدامات بولي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG