د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

ولسمشرغني د افغانستان په اړه د بارک اوباما د پریکړې هرکلی وکړ


ولسمشراشرف غني په افغانستان کې د امریکا د ماموريت په اړه د دې هېواد د اخري پرېکړې هرکلی وکړ.

ښاغلي غني پرون ماښام وويل چې د امریکا د مشرتابه تصميم يو ځل بيا له افغانستان سره د امریکا د اړیکو د پياوړتيا او نوي مشارکت څرګندونه کوي.

ناټوهم د امریکا د ولسمشر د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د افغانستان په ګټه بللې ده.

يو شمېر څېړونکي وايي: د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاته کېدل به د افغان ځواکونو لپاره اغېزمن وي.

په افغانستان کې د امریکا د ماموريت د تمديد له اعلان يو څو ساعته وروسته د افغانستان جمهوري رياست ارګ د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

ولسمشر اشرف غني په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د افغانانو په استازيتوب، د امریکا د ولسمشربارک اوباما د پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره د دې هېواد د همکاريو په اړه يې کړې، په ځانګړي توګه چې په امنيتي برخه کې په ستراتيژيک تړون کې د درج شويو مسايلو پر بنسټ همکاري کوي.

ښاغلی غني وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنه او د تروريزم ځپل په افغانستان کې د امریکا د ماموريت د تمديد اصلي هدف دی:

((د امریکا تمرکز په دوو مهمو برخو کې دی. يو، پوهنه، تجهيز او د افغان ځواکونو پياوړتيا، د افغانستان له ځواکونو ملاتړ. دوهم: د تروريزم د ختمولو لپاره همکاري. افغانستان او امريکا ګډې ګټې لري او په دې چارچوب کې سيمه یېزې همکارۍ ته په کتو سره افغانستان د تروريزم پرضد د غوره مرکز په توګه پياوړی کيږي.))

افغان ولسمشر ټينګار وکړ چې افغان امنيتي ځواکونه په نظامي توګه توان لري او کولای شي په بشپړه توګه د خپل هيواد دفاع وکړي.

د ښاغلي غني په وينا، د امريکا نوې پرېکړه کولای شي د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ، تجهيز او نظامي وړتياوو د زياتوالي په برخه کې اغېزمنه ثابته شي.

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا يې د افغانستان په ګټه وبلله.

د ده په وينا، ناټو به هم په راتلونکو اوونيو کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په اړه موافقې ته رسيږي:

((زه د ولسمشراوباما د اعلان هرکلی کوم چې امریکا به د خپلو سرتيرو اوسنی شمېر په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال تر پايه پريږدي او تر ۲۰۱۶م کال وروسته به هم په افغانستان کې د پام وړ حضور لري. دغه مهمه پرېکړه، په افغانستان کې د ناټو او متحدو هيوادونو د حضور لپاره لاره پرانيزي.

په راتلونکو اوونيو کې به ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت د راتلونکي په اړه مهمې پرېکړې کوي.))

د امریکا د ولسمشر د نوي پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د دې هېواد نظامي ماموريت د ۲۰۱۷میلادي کال ترپايه تمديد شو او په افغانستان کې به ۵۵۰۰ امریکايي سرتيري پاته کيږي.

بيا هم وروستۍ پرېکړې او د ځواکونو راتلونکې په امريکا کې په نوي مشرتابه پوري اړوند دي چې د دې هيواد د ۲۰۱۷م کال په انتخاباتو کې به غوره شي.

یو شمېر څېړونکي وايي:

له دې وروسته بايد د سولې پر بهير هم تمرکز وشي ځکه چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو له شرطونو څخه يو دی.

د کابل خدمتګزاران په نوم يوې ادارې ريس محمد امين فرهنګ او کارپوه ازادي راډيو ته وويل، د دې مسئلې لپاره بايد يوه د حل لاره وموندل شي:

((حکومت او دولت د دې پلويان دي او غوښتنه يې دا ده چې سوله ساتې ځواکونه چې وروسته له ناټو سره يوځای شول، د امريکايي ځواکونو په ګډون په افغانسان کې پاتې شي.

خو د دولت وسله والو مخالفانو يعنې طالبانو دا شرط کېښود تر څو د افغانستان له خوا د دوی ټول شرطونه چې په کې له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط هم شامل وو، ونه منل شي. هغوی هيڅ مذاکراتو ته نه دي حاضر. هغوی خپل موقف په دې توګه پياوړی کړ.))

له بلې خوا د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند د افغان ځواکونو لپاره د امریکايي سرتيرو روزنه مهمه بولي.

د ښاغلي ځلاند په باور، له افغانستان سره د امنيتي تړون پر بنسټ د اړتيا په صورت کې امريکايي ځواکونه ښايي په عملياتو کې برخه واخلي.

اوس مهال ۹۸۰۰ امریکايي سرتيري په افغانستان کې ځای پر ځای دي چې په کابل، بګرام هوايي اډه، جلال آباد او کندهار کې حضور لري.

له دې مخکې د امريکا ولسمشر ويلي وو چې په افغانستان کې د دې هيواد ماموريت په ۲۰۱۷م کال کې د سفارت تر بريده پاته کيږي خون اوس ويل کيږي چې بارک اوباما د افغانستان د ماموريت په اړه وروستۍ پرېکړه خپل ځای ناستي ته پرېښوده.

XS
SM
MD
LG