د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

امریکا تر ۲۰۱۶م کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په اړه غور کوي


د راپورونو له مخې، د امريکا پوځي چارواکي په افغانستان کې د راتلونکي کال تر پای وروسته هم د زرګونو امريکايي ځواکونو د پرېښودلو پر انتخاب غور کوي.

امريکا او د متحدينو د دفاع چارواکي يې چې د سپينې ماڼۍ له خوا په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور د کمولو له پلانونو څخه ستړي ښکاري؛ اوس له افغانستانه د وتلو پر نويو انتخابونو غور کوي چې په کې له ۲۰۱۶م کال وروسته په افغانستان کې د زرګونو امريکايي پوځيانو د پرېښودلو خبره هم شامله ده.

د دفاع د چارواکو په وینا، په افغانستان کې د امريکا د پوځ لوړپوړي قومندان جنرال جان کمپبل ناټو او پنټاګون ته د امريکايي ځواکونو د ايستلو سره اړوند د خطرونو د ارزيابي پنځه بېل وړانديزونه لېږلي دي.

په انتخابونو کې په افغانستان کې د لس زره ۱۰،۰۰۰ امريکايي سرتيرو څخه اته زره هلته پرېښودل؛ نيم شمېر پوځيان پرېښودل، او د ۲۰۱۶م کال تر پايه د يو څو سلو پورې پوځيان پرېښودل ښامل دي.

په دې بحث کې د عراق په جګړه کې تر لاسه شوي تجربې هم ياديږي؛ د بېلګې په توګه په ۲۰۱۱م کال کې له عراقه په بشپړه توګه د امريکايي سرتيرو وتل او د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې راپورته کېدل.

ګڼ شمېر منتقدين په دې باور دي چې که امريکا په عراق کې له ۲۰۱۱م کال وروسته خپل پوځي حضور ساتلی وای؛ د عراق پوځ به يو کال مخکې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش د پرمختګ مخه په ښه توګه نيولې وای.

افغان کارپوهان بيا وايي چې تر هغه وخته چې افغان ځواکونه په بشپړه توګه نه وي مجهز شوي؛ امریکايي ځواکونه بايد له افغانستانه و نه وځي. د پوځي چارو کارپوه عتيق الله امرخېل آزادي راډيو ته وويل:

((دوی بايد له افغانستانه خپل ځواکونه تر هغو و نه باسي چې د افغانستان پوځ دومره پياوړی شوی نه وي چې له ځانه دفاع هم وکړي او په افغانستان کې امنيت هم ټينګ کړي.

د افرادو له لحاظه موږ بشپړه اردو لرو؛ خو هغه وخته چې د افغانستان پوځ نه وي وسله وال شوي؛ دوی دې نه وځي.

زه دا نه وايم چې امريکا دې دايم دلته پاتې وي او خوښ مې هم نه دي؛ خو موږ اوس دې ته اړتيا لرو چې موږ بايد سمبال شو؛ که موږ قوت پيدا نه کړو، واضح خبره ده چې موږ امنيت هم نه شو نيولای او دا جګړه به دوام وکړي.))

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ته د تغيرو ورکولو په اړه د دفاع وزارت يا پنټاګون له خوا رسمي وړانديزونه نه دي شوي.

يوه لوړپوړي اداري چارواکي ويلي چې سپينه ماڼۍ د افغان ځواکونو روزنې؛ ملاتړ او مشورې ته او د تروريزم پر ضد جګړې ته ژمنه ده.

دغه چارواکي وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي:

((موږ به له ولسمشر غني، افغان حکومت او زموږ له نړېوالو متحدانو سره نيږدې کار ته ادامه ورکړو؛ تر څو افغان ځواکونه هغه وړتياوې او روزنې تر لاسه کړي چې په دغه هېواد کې د افغانانو او نړېوالې ټولنې د تېرو ديارلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتي.))

د وال سټريټ ژورنال په وينا؛ دغه وړانديزونه د نظامي افسرانو تر منځ د زياتو شويو اندېښنو څرګندونه کوي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمول به په دغه هيواد کې ناکامي ته لاره پرانيزي او د يوه پوځي چارواکي په وينا؛ دا به د منلو وړ نه وي.

په تېره مارچ مياشت کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د افغان ولسمشر پر غوښتنه به د روان کال تر پايه امریکا په افغانستان کې نهه زره او اته سوه ځواکونه پريږدي.

د لومړي پلان له مخې د ۲۰۱۵م کال تر پايه به ۵،۵۰۰ پوځيان په افغانستان کې پاتې کېدل.

ناټو او امريکا په ګډه په افغانستان کې اوسمهال ۱۳۰۰۰ پوځيان لري چې ډېری يې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ بوخت دي.

XS
SM
MD
LG