د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

نجرابي: د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه د "عبدالله" څرګندونې پرځای دي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ملي وحدت حکومت د اجرایي رییس هغه څرګندونې چې له دې هېواده یې د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه کړي، پرځای بولي.

د دې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې تر اوسه هم افغان امنیتي ځواکونه له زیاتو ستونزو سره مخ دي او د نړېوالو ځواکونو ملاتړ ته اړ دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو ځیني کارپوهان وايي، که افغان امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره تجهیز نه شي، نو له ۲۰‍۱۴ کال وروسته به هم د نړېوالو ځواکونو پوځي ملاتړته اړتیا ولري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ملي وحدت حکومت د اجرايي رییس هغه خبرې پر ځای بولي، چې ویلې یې دي د روان میلادي کال ترپایه د نړېوالو ځواکونو وتل تر وخت مخکې دي.

دوی وایي، چې اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو په کارده، چې لومړی امنیتي ځوکونه ښه تجهیز او بیا نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو نظامي او تخنیکي تجهیزاتو او د هوايي ځواکونو کموالی ته په کتو د نړېوالو ځواکونو جدي ملاتړته اړتیا لري:

″افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز هغه څه دي چې په تېرو کلونو کې د جګړې په ډګر کې احساس شوی، لکه چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراييوي رییس ویلي هغه د افغان امنیتي ځواکونو مبرم ضرورت تشخیص کړی، زه فکر کوم چې مسوولانه څرګندونې یې کړې دي.″

په دې وروستیو کې عبدالله عبدالله له یوې لویدیځې ورځپاڼې سنډې ټایمزسره په مرکه کې له افغانستان نه د نړېوالو ځواکونو وتل له وخت مخکې اقدام بللی.

عبدالله ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفانو پرضد جګړه کې نړېوالو ځواکونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرغني تېره اونۍ د لندن په کنفرانس کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو هرکلی کړی و.

له بل پلوه څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیرکابل ته د سفرپرمهال ویلي و د روان میلادي کال ترپایه به د ناټو په چوکاټ کې د امریکا يي سرتېرو نظامي ماموریت په دې هېواد کې پای ته ورسیږي.

ولسمشراشرف غني هم ویلي و چې په افغانستان کې به د نړېوالو ځواکونو پوځي ماموریت د روانې میلادي میاشتې په پای کې بشپړیږي او په دې سره به د افغانستان او امریکا اړیکې یوه نوي پړاو ته داخلېږي.

ټاکل شوې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ماموریت په چوکاټ کې دولس زره نړیوالو سرتېري او لس زره اته سوه امریکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکونې په برخه کې په افغانستان کې پاتې شي.

په ورته وخت کې د نظامي چارو ځینې کارپوهان وايي، که چېرې افغان امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره تجهیز نه شي، نو له ۲۰‍۱۴ کال وروسته به هم د نړیوالو ځواکونو پوځي ملاتړ ته اړتیا ولري.

جاوید کوهستانی د افغان ځواکونو په سمبالښت باندې ټینګار کوي:

″موږ له د۲۰۱۴ کال وروسته چې په بشپړه توګه امنیتي چارې په لاس کې اخلو، د نړېوالو ځواکونو پوځي ملاتړ ته اړتیا لرو، یا دې لږ ترلږه په چټکۍ سره نړېوال ځواکونه افغان ملي اردو تجهیز کړي موږ د حل لارې هم لرو، یوه کړن لاره دې جوړه شي چې د هغه په چوکاټ کې هغه کم شمېر نړېوال ځواکونه چې په افغانستان کې پاتې کیږي، له افغان ځوکونو سره ګډ پوځي عملیات وکړي.″

ښاغلی کوهستانی وايي، که چېرې یوه ځانګړې پوځي کړن لاره جوړه نه شي، د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په هېواد کې د ناامنۍ کچه لوړه او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه به هم ورسره زیاته شي.

افغان شنونکي وايي، که څه هم افغان ځواکونو د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي، خو دغه کار به له هوايي ملاتړ پرته په زیاته کچه قرباني واخلي او که په دې سره په افغانستان کې جګړه اوږده شي، نو دغه هېواد به له چتک اقتصادي پرمختګ نه محروم پاتې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG