د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

خپل وطن، ګل وطن


په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې په نوښت له پاکستانه خپل هېواد ته پخپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تېزولو او د هغوى د هڅونې لپاره د "خپل وطن، ګل وطن" په نامه کمپاين پيل شوى چې تر دې دمه ددغه کمپاين له لارې زرګونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو د رياست چارواکيو "خپل وطن، ګل وطن" کمپاين تر هغې وروسته پيل کړى چې څو مياشتې مخکې پر پاک افغان سرحدي کرښه په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د پاکستان له خوا د دروازې جوړولو له امله تاوتريخوالى رامنځته شو چې په ترڅ کې يې نښته وشوه او دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

تر دغې پېښې وروسته په پاکستان، په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال له يو شمېر ستونزو سره مخ شول چې د پوليسو له خوا ځورول او تنګول يې عمده ستونزې دي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې رئيس عبدالحميد جليلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل وطن ګل وطن د کمپاين شروع کولو د ضرورت او د دې د ګټو په اړه وويل:

"٢٠١۵ کال کې چې زموږ د عودت اندازه وه، تقريباً دولس نيم زره کورنۍ وه چې افغانستان ته لاړلې، په دغه اندازې سره که موږ محاسبه کړې واى، نو تقريباً په لسګونو کلونو نور د مهاجرينو تګ افغانستان ته نيولې او دويم دا دى چې په پاکستان کې وروستي کوم حالات د مهاجرينو په وړاندې لاندې راغلل، مهاجرين له هغه کيفيت او حالاتو نه مايوسه شوي و، لکه د پوليسو ځورونه، د تورخم وروستني معاملات او بل هغه چې په افغانستان کې دننه کوم سهولتونه ورکول کېږي او ژوند هغوى ته دى، مهاجرين له هغې نه خبر هم نه و، نو په دې اساس موږ د "خپل وطن ګل وطن" پروګام شروع کړ ترڅو مهاجرين وکولاى شي افغانستان ته لاړ شي او هلته ژوند پيل کړي، الحمدالله دا کمپاين اوس کاميابه دى او هره ورځ زرګونه مهاجرين د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ځي."

نوموړى وايي چې د دغې کمپاين تر پيلولو وروسته ورسره د خيبر پښتونخوا صوبې په بېلابېلو سيمو کې مېشت افغان کډوال اړيکي نيسي، خپل وطن ته د بېرته ستنېدا په اړه چمتووالى ښيي او دا لړى لا دوام لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې اداې UNHCR د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١۵ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي، خو د پاکستان حکومت بيا وايي چې په دې هېواد کې پر راجسټر شويو افغان کډوالو سربېره، همدومره غېر راجسټر کډوال هم مېشت دي.

د جليلي په خبره، تر راروان لوی اختر وروسته به ګڼ شمېر ګډوال د همدې کمپاين لاندې خپل هېواد ته ستانه شي او زياتوي چې دوى هڅه کوي له بېرته ستنېدونکيو کډوالو په سره په دې لړ کې هر راز مرسته وکړي، څو له ستونزو سره مخ نه شي.

ښاغلى جليلي وايي چې "ملګرو ملتونو په خپله خوښه خپل هېواد ته له ستنېدونکيو کډوالو سره مرستې زياتې کړي او پر کډوالو يې غږ وکړ چې "له دې فرصته ګټه واخلي او خپل هېواد ته په ستنېدو دې د هېواد په ابادۍ، سولې او پرمختګ کې برخه واخلي."

" افغانان وروڼه دې په دې پوه شي چې هر سهولت دلته راځي هغه به موقتي وي، هر سهولت په مقابل کې يو قيمت دي، نو هغه قيمت کله د افغانستان حکومت ادا کولاى شي او کله هغه قيمت زموږ صلاحيت نه وي، نو په دې اساس مهاجرين دې په دې ارتباط تصميم ونيسي، تګ خو لازمي او ضروري دی اووه دېرش ٣٧ کاله دوى دلته واوسېدل، تراوسه پورې د بنيادي هغه حقوق چې انسان ته دي، هغوى نه دوى محروم دي او ٣٧ کاله وروسته هم ددې څه ضمانت نشته، نو ددې لپاره چې خپل هويت، خپل حقوق او خپل راتلونکي نسل ته تشخص ورکړي، نو په دې اساس خپلو مهاجرينو وروڼو ته وايم چې اوس د تصميم وخت راغلى چې بايد تصميم ونيسي، افغانستان ته لاړ شو او هر څه چې وي، هلته يې شروع کړو."

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د مېشتو راجسټر شويو افغان کډوالو د اوسېدنې قانوني موده د روان کال د جون په پاى کې پوره شوه چې بيا وروسته ددې هېواد مرکزي حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال تر پايه د دسمبر تر ٣١مې نېټې پورې وغځوله.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG