د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کوټه کې سلګونه افغان کډوال نيول شوي او افغانستان ته اړول کېږي


کوټه کې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغان کډوال نيول شوي او تر پولې افغانستان ته اړول کېږي. په دغو نيول شويو کسانو کې ګڼ شمېر کارټ لرونکي افغانان هم شامل دي.

د کوټې سوداګر د افغان تجارانو نيول غندي او د افغانستان جنرال قونسل وايي، په دې اړه‌يې د بلوچستان له چارواکو سره خبرې کړي او ژر به دا لړۍ بېرته تم شي.

له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې د بولدک- چمن تر منځ تړلې پوله لا نه‎ده پرانیستل شوې او افغانستان ته په لسګونو ستنېدونکې کورنۍ هم لا د پولې د تړل کېدو له امله بندې پاتې دي، خو دلته په کوټه کې د افغان کډوالو د نيول کېدو لړۍ پيل شوه.

د ملېشه ځواکونو له‎خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو دوو ورځو کې يې شاوخوا ٣٥٠ هغه افغانان چې قانوني اسناد يې نه‌لرل، نيولي او تر پولې يې افغانستان ته اړولي.

افغان کډوال
افغان کډوال

په دې ترڅ کې د يکشنبې په ورځ د کوټې په ختيځه سيمه کې يوه ديني مدرسه هم تړل شوې او له هغې څخه سل تنه افغان ځوانان نيول شوي چې وايي، له قانوني اسنادو پرته يې ديني زده‎کړې کولې.

د ملېشه ځواکونو نيول کېدو په کوټه کې پر مېشتو افغان کډوالو ځمکه سره کړې او ډېرى يې له ډاره خپلو کارونو او مزدوريو ته نه‎شي تللاى.

د کوټې په نوې اډه کې د شړيو يو دوکاندار افغان نجيب‌الله وايي، د ده د تره زوى او نور خپلوان نيول شوي خو ده په تېښته له ملېشه سرتېرو ځان خلاص کړ.

نجيب‌الله وايي:

"موږ دېرش- پنځه دېرش کاله دلته تېر کړي بيا مو هم دوى په ذلالت باسي زموږ ژوند يې تباه کړى، تر چمنه پورې مو بيايي او تر پولې مو اړوي، د کارټو والا يې هم نيولي کارټونه‌يې ځینې څیرلې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته وخت راکړل شي او له افغان حکومته غواړو چې هلته زموږ غم وخوړل شي چې خپل وطن ته په عزت لاړ شو."

د کوټې د تجارانو اتحاديې د دوشنبې په ورځ د ملېشه ځواکونو له‎خوا د افغان کډوالو خصوصاً د افغان تجارانو نيول په يوه احتجاجي مظاهره کې وغندل او له حکومته‌يې غوښتنه وکړه چې دغو افغان کډوالو ته بايد افغانستان ته د ستنېدو لپاره ټاکلى وخت ورکړل شي، نه دا چې د اوس غوندې په بې عزتۍ نيول کېږي او تر پولې اړول کېږي.

د کوټې د تجارانو اتحاديې د دوشنبې په ورځ د ملېشه ځواکونو له‎خوا د افغان کډوالو خصوصاً د افغان تجارانو نيول په يوه احتجاجي مظاهره کې وغندل
د کوټې د تجارانو اتحاديې د دوشنبې په ورځ د ملېشه ځواکونو له‎خوا د افغان کډوالو خصوصاً د افغان تجارانو نيول په يوه احتجاجي مظاهره کې وغندل

د تجارانو اتحاديې مشر عبدالرحيم کاکړ وايي:

"افغان مهاجر او افغان دوکانداران دلته جايدادونه لري، دوى ته بايد ټاکلې نېټه اعلان شي چې دوى دا خپل دوکانونه او جايدادونه خرڅ کړي او بيا لاړ شي. سپين ږيري او سپين سرې مور پلار يې په کور کې وي دوى يې زامن تر پولې واړوي کورنۍ ورپسې پرېښانه وي. د هر سړي په ميلينونو او ميلياردونو روپۍ دلته بندې دي."

د کوټې تجاران خبردارى ورکوي، که د افغان کډوالو چې اکثره‌يې تجاران او مزدورکاره خلک دي د نيولو لړۍ تم نه‌شي، نو دوى به‌يې پر ضد احتجاج پيل کړي او تر هغه وخته به د بلوچستان د اعلى وزير د دفتر مخته ناست وي چې حکومت ورته د افغان کډوالو د نه نيولو ډاډ نه‌وي ورکړى.

په احتجاجي مظاهره کې شريک د هلمند ولايت اوسېدونکى يو افغان تجار لالى وايي، په کوټه کې په زرګونو افغانان تجاران کاروبار کوي چې وايي له هغوى څخه په تېرو ورځو کې تر زرو زيات کسان نيول شوي دي.

لالی زیاتوي:

"موږ افغان تجاران دا غواړو چې موږ خپل مالونه وپلورو، موږ خپلې پيسې راټولې کړو، زموږ پر خلکو پيسې پاتې دي د خلکو پر موږ پاتې دي، موږ ته دې د خپلو کاروبارونو د ختمولو لپاره وخت راکړل شي."

څرګنده نه‌ده چې د افغان کډوالو د نيولو دا لړۍ به څومره وخت دوام وکړي، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملېشه ځواکونو له وياند سره خبرې وکړو خو بريالي نه‌شو.

په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي وحيدالله مومند ازادي راډيو ته د خپلو مالوماتو پر اساس وويل چې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا شپږ سوه افغان کډوال نيول شوي دي.

ښاغلى مومند وايي، د بلوچستان له چارواکو او «يو، ان، اېچ، سي، آر» سره‌يې په دې اړه خبرې شوې دي او هيله‌من دى چې وايي، دا لړۍ به بېرته ژر تم شي.

دی زیاتوي:

"په دې هکله مو د وزير اعلى، افغان کمېشنر او يو، ان، اېچ، سي، آر له دفترونو سره خبرې شوې دي، هغوى وايي چې موږ د ملېشه ځواکونو له دفتر سره خبرې کوو، خو علت‌يې مالوم نه‌دى چې افغان کډوال ولې نيول کېږي، دا چې نيول شوي ټول غريب‎کاره خلک دي او اکثريت‌يې مهاجر کارټونه هم لري، ماشومان هم په‎کې شامل دي. زموږ سفير صاحب په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي هغوى ورته ويلي چې دا پروسه به ودرول شي او نيول شوي افغانان به خوشې شي."

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې پخوا هم افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه‎لرلو په جرم نيول شوي او تر پولې افغانستان ته اړول شوي دي، خو دا ځل په دومره زيات شمېر افغان کډوال په داسې حال کې نيول کېږي چې څو ورځې وړاندې شاوخوا ۱۰۰ تنه پاکستانيان چې په کندهار کې د کار پر مهال نيول شوي وو، پاکستان ته راواړول شول.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG