د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

له وزیرستانه راغلي افغان کډوال له مرستو بې برخې دي


له وزیرستانه هغه سلګونه افغان کورنۍ چې ډېری يې د افغانستان د کندز، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي دي او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د عملیاتو له کبله دوه کاله وړاندې خوست ته راغلي وايي چې دوی سره د یو، ان، اېچ، سي، آر یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا هېڅ ډول مرستې نه‌کېږي.

هغوی د پاکستان له حکومت نه هم غواړي چې له میرانشاه او وزیرستان له نورو سیمو څخه د دوی د مالونو د راوړلو لپاره دې د لنډ مهال لپاره د غلام خان لاره پرانیزي.

له وزیرستانه راستانه شویو افغان کډوالو یادې غوښتنې ازادي راډیو سره په خبرو کې شریکې کړې.

د جنت ګل په نوم د کندز یو تن اوسېدونکي وویل چې د پاکستان حکومت دې د راستانه شویو افغان کډوالو، د یادو ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

جنت ګل زیاتوي:

"د میرانشاه په ډنډو کې پروت وم، د پاکستان پوځ د ضرب عضب اپرېشن وروسته راغلي یو، دلته په شمل کې پراته یو، د یو، ان، اېچ، سي، آر کارټونه لرو، خو څوک مرسته پرې نه‌راکوي، زموږ دوکانونه او مالونه ټول په میرانشاه کې ضبط پراته دي، موږ د پاکستان له چارواکو غواړو چې په‌ دې غور وکړي، ځکه چې ضرب عضب‌يې راشروع کړ، زموږ د دېرشو کلونو مالونه هلته پاتې شول، له موټر نیولې بیا تر دوکانونو هر څه هلته پاتې دي."

د ازاد خان په نوم د پکتیکا د نکې ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې له خپلې کورنۍ سره دا دوه کاله مخکې له وزیرستانه راغلی وايي چې د یو، ان، اېچ، سي، آر له‌خوا دوی ته په ورکړل شویو کارټونو کې ایله درې میاشتې موده پاتې ده.

دی غوښتنه کوي چې دا کارټونه دې په‌ دې ځای کې له دوی ټول شي، تر څو دوی د یو، ان، اېچ، سي، آر د هغو امتیازاتو بې برخې پاتې نه‌شي چې بېرته ستنېدونکو لپاره‌يې لري.

د رحیم‌الله په نوم د کندز د مرکز اوسيدونکی چې نوموړی هم له وزیرستانه خپلې کورنۍ سره راستون شوی وايي چې دوی ته دې د وزیرستان نه د خپلو مالونو د را ایستلو لپاره لارې خلاصې شي او هم دې په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو په شان دوی ته هم حقوق او امتیازات ورکړل شي، ځکه تر اوسه کوم کاروبار نه‌لري.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د راستانه شویو افغان کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او لامل‌يې دا په ګوته کوي چې دې کورنیو د راستنېدو پر مهال ځانونه یو، ان، اېچ، سي، آر سره نه‌دي ثبت کړي او کله چې کډوال ثبت نه‌شي، بیا دا ډول ستونزې پیدا کېږي.

ده وویل، د خوست ولایتي ادارې دې کورنیو سره هم د خپلو امکانانو او ځینو همکارو مؤسسو په واسطه مرستې کړې دي.

مبارز محمد ځدراڼ وړاندې وايي:

"راستانه شویو افغان کډوالو ته د مرستو د نه‌ورکولو په اړه د یو، ان، اېچ، سي، آر د مرستو د نه‌ورکولو دلیل دا دی چې راستانه شوي کډوال باید د را اوښتو پر مهال په پوله یا بل ټاکلي ځای کې ثبت او راجسټر شي، تر څو دوی ته مالومه شي، چې دا یو کډوال وو او اوس بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، نو اوس ځکه رامنځته شوې، چې دوی په هماغه وخت کې ثبت شوي نه‌دي، ولې بیا هم موږ هڅه کې چې د ای او ایم او نورو مرسته کوونکو ادارو همدارنګه له خپلو حکومتي امکاناتو څخه دوی سره مرستې وکړو."

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د دې پوښتنې په ځواب کې چې په خوست کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو ته هم د پخوا په پرتله مرستې کمې شوي وویل چې د یو، ان، اېچ، سي، آر د اصولو سره سم هغو کورنیو ته چې د بای میټریک سیستم ته داخلې شوي، په منظم ډول مرستې وېشل کېږي، خو هغه کورنۍ چې دې سیستم ته ځانونه نه داخلوي، ځینې نورې مرستندویه ادارې ورسره په لږه اندازه مرستې کوي.

مبارز ځدراڼ په نړۍ کې د مهاجرتونو بحران هم په افغانستان کې کډوالو ته د یادو مرستو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه بولي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG