د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

چارواکي: هڅې کوو د سپین بولدک- چمن لار نن پرانیزو


افغان چارواکي هیله من دي چې د سپین بولدک-چمن د لويې لارې د خلاصولو لپاره د دوی هڅې به نن د ورځې ترپایه نتیجه ورکړي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، دا مسئله یې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت او په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت سره شریکه کړې ده.

د سپین بولدک- چمن لاره د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې د اعتراض کوونکو یوې ډلې په سپین بولدک کې مظاهره وکړه او په دې ترڅ کې یې د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې د دې لارې د بندېدو له کبله خلک او سوداګر زیانمن شوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په جنوب کې باغونه رسیدلي دي او د میوو محصولات یې بهر ته صادریږي د دې لارې بندیدو سوداګرو ته سخت مالي زیان اړولی دی.

همدا راز هغه افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي چې غواړي د ملګروملتونو د مرستو په چوکاټ کې د سپین بولدک- چمن له لارې هېواد ته ستانه شي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې چمن ته نېږدې د دې کډوالو پر کډو بار لارۍ د باروړونکو موټرو په لیکه کې ولاړې دي.

دا کډوال چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شته په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي.

زاخېلوال: هيله من یو د چمن- سپین بولدک پوله نن پرانيستل شي
زاخېلوال: هيله من یو د چمن- سپین بولدک پوله نن پرانيستل شي

په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د چارشنبې په ورځ وویل، د دې لارې بندېدل دواړو هېوادونو ته زیان اړوي او پاکستان د څو کسانو د اعمالو په خاطر باید د یوه ملت پر وړاندې خپله دروازه بنده نه‎کړي.

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه چې د ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره تماسونه نیول شوي.

افغان سفیر هیله وښوده چې دا لاره به ډیره ژر خلاصه شي.

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې دوی هم د کډوالو د ستنیدو لپاره د چمن- سپین بولدک د لارې خلاصیدو ته سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG