د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

UNHCR: د پولې تړل کېدو د افغان کډوالو د ستنېدو بهير ځنډولى


د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله نن په اتمه ورځ لا هم تړلې ده، د پولې د تړل کېدو له امله د کوټې په بلېلي سيمه کې ګڼ شمېر هغه افغانې کورنۍ هم بندې پاتې دي چې د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» دفتر وايي، د پولې تړل کېدو د بېرته ستنېدونکو کډوالو بهير هم ډېر ورو کړى دى.

له سند او بلوچستانه افغانستان ته په‎ خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» مرکز د کوټې او کچلاغ تر منځ په بلېلي سيمه کې دى چې له اختر او رسمي رخصتيو پرته ټول کال فعال وي او هره ورځ په لسګونو کورنۍ له دې ځايه افغانستان ته ستنېږي، خو د اګسټ پر اتلسمه چې وېش پوله تړل شوې، ګڼ شمېر کورنۍ په دې مرکز کې بندې پاتې دي او د پولې د پرانیستل کېدو انتظار باسي.

د جوزجان ولايت يو سپين ږيرى عبدالقادر وايي:

"ماشومان مريضان دي ډېر غټ مصيبت دى ځاى نه‎شته چې دلته وخت په‎کې تېر کړو، ډوډۍ له کچلاغه راځي دلته د خوراک څښاک انتظام نه‌لرو، شپې هم دلته پر دې ډاګ باندې په خاورو کې تېروو."

د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» دې مرکز ته چې په عادي ورځو کې کومې کورنۍ سهار وختي راشي، تر رسمي کارو ختمولو وروسته په هماغه ورځ روان شي او تر پولې افغانستان ته واوړي، خو دا ځل د پولې تړل کېدو دوى پرله‌پسې څو شپو ته اړ کړل او شپې په همدې ځاى کې کوي چې وايي، د هستوګنې او خوراک څښاک اسانتياوې په‎کې نه‎شته.

يو بل افغان ځوان شوکت وايي:

"خپل وطن ته روان يو، د نيمو کارټونه شته د نيمو نه‌شته، نن پنځمه ورځ ده چې راغلي يو دلته پراته يو، د پوليسو د ځورولو له امله ځو که نه‌وي دلته مو خپله مزدوري کوله، دلته مياشې دي هېڅ اسانتياوې نه‎شته، بسترې مو په لاريو کې تړلې دي."

دغه کورنۍ چې افغانستان ته ستنېږي، ډېر شمېر په‎کې ښځې او ماشومان دي، دوى ډېری له دې مرکز دباندې تر يوه اوسپنيز چتر لاندې ناست وي، ماشومان‌يې په خاورو دوړو کې ګرځي او په ګرمۍ کې د ناروغيو له خطر سره مخامخ دي.

افغان کډوال
افغان کډوال

يوه سپين سرې مېرمن همدا اندېښنه لري:

"ډېر بد عمر مو دى ماشومان مو ټول ناجوړه دي، په دغو خاورو کې پراته يو څنګه وکړو، موږ دا غواړو چې په خير مو خپل وطن ته واړوي."

دغه ستنېدونکي افغان کډوال وايي، وطن ته د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» د هغو مرستو لپاره ځي چې وايي سړي سر څلور سوه ډالره به ورکوي، خو وايي هغه پيسې په خپلو ولايتونو کې ورکول کېږي او د دوى اوس د لارې خرڅ تمام شو.

د جوزجان اوسېدونکى سليم وايي:

"يوه روپۍ نه‎شته چې ويې خورو، دوه درې زره مو په جېب کې لرلې هغه ختم شوې اوس پر سړک ولاړ يو، غوښتنه مو دا ده چې دا لاره خلاصه شي، دا به څه ژوند وي چې موږ دلته ولاړ يو او لاره بنده وي."

د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» تر مرکز دباندې څو لارۍ د دغو کډوالو له سامانونو ډکې ولاړې دي، د يوې لارۍ چلوونکى ميراجان وايي، د پولې تړل کېدو د دوى کار هم په ټپه ودراوه، ځکه چې وايي، په دې يوه اوونۍ کې دوه دوه پېرې وهلاى شواى، خو اوس له کډوالو سره بند پاتې دي.

مېراجان وايي:

"دا کډې مو له کراچۍ راوړې پنځه ورځې وشوې چې دلته ولاړ يو، دوى غريبان دي ډوډۍ نه‎لري که نه‎وي د دغو څو ورځو کرايه مو هم حق جوړېده، اوس به مو بله پېره وهله د اختر شپې دي له موږه‌يې هم بچيان غواړي."

په کوټه کې د مهاجرينو چارو رياست يو مسؤل نظر محمد وايي، په تېره يوه اوونۍ کې له دغو لسو کورنيو پرته چې د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» په بلېلي مرکز کې دي- نورې هم ډېرې کورنۍ تللې دي، خو وايي د کوټې او چمن تر منځ پر بېلابېلو هوټلونو يا هم پولې ته نېږدې د لاريو په کتار کې بند پاتې دي.

ښاغلی نظر محمد وايي:

"نن پنځمه-شپږمه ورځ ده چې دا خلک راځي چيکنګ‌يې شوى دى ګرده کار يې خلاص دى لېکن دوى پاتې دي تلاى نه‎شي، ډېرې کډې تللې دي پر لاره په هوټلو کې پراته دي، پخوا به مو د ورځې له پنځوسو تر شپېتو کورنۍ استولې چې د کراچۍ خلک به هم په‎کې وو، خو په دې يوه اوونۍ کې د ورځې يوه يا دوه کورنۍ راځي، ځکه چې پوله تړلې ده."

د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» د ستنېدونکو چارو مرستيال مشر شهزاده برق وايي، تر هغو چې پوله نه‌وي پرانیستې نورې کورنۍ بايد د دوى مرکز ته رانه‎شي او د پولې د پرانیستل کېدو خبر ته انتظار وکړي.

ښاغلى برق وايي، په دې يوه اوونۍ کې يوازې د پنځویشت کورنيو د ستنېدو کار شوى، خو په عادي حالت کې به تر دې زياتې کورنۍ په يوه ورځ کې وطن ته ستنېدلې.

دی زیاتوي:

"له موږ سره په بلېلي کې د دوى د شپې لپاره اته خونې دي چې دوى کولاى شي شپې په‎کې وکړي، خو دوى يوه شپه په‌کې وکړه او نورې شپې يې له خپلو هغو خپلوانو سره تر مرکز دباندې وکړې چې راجسټر نه‌دي. دوه ورځې کېږي چې موږ درې يا څلور کورنۍ فارغوو، د دې مطلب دا دى چې دوى د پولې له بندېدو خبر شوي دي. مخکې به په يوه ورځ کې څلوېښت پنځوس کورنۍ فارغېدلې، خو په تېرو شپږو ورځو کې مو ټولې پنځويشت کورنۍ فارغه کړې دي."

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو وياند په وينا د بولدک او چمن تر منځ پوله لا هم تړلې ده او څرګنده نه‌ده چې کله پرانيستل شي. پاکستاني چارواکي ټينګار کوي چې تر څو افغان حکومت په خپله خاوره کې د پاکستاني بيرغ پر سوځول کېدو ليکلې بخښنه نه‌وي غوښتې پوله به همداسې تړلې پاتې وي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG