د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

نثار: پېښور کې پر عیسویانو بريد کوونکي بهرني ترهګر وو


د پاکستان د کورنیو چارو وزير جوهدري نثار علي خان وايي، د پېښور پر ورسک روډ د عيسويانو پر استوګنيزې کالونۍ بريد کوونکي وسله‌وال "بهرني" ترهګر و.

د کورنیو چارو وزير د شنبې په ورځ د مردان د دغې محکمې د دورې پر مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې پېښور کې د عيسويانو پر کالونۍ د بريد تحقيقات روان دي چې له مخې يې په بريد کې ککړ ترهګر ټول بهرني وسله‌وال و.

که څه هم چوهدري نثار په دغه بريد کې ککړ وسله‌وال بهرني ترهګر وبلل، خو دا يې ونه‌ويل چې دا د کوم هېواد اوسېدونکي و؟

نوموړى په دې اړه وايي:

نثار علي خان:د لومړنيو تحقيقاتو له مخې په دغه بريد کې وژل شوي، ټول بهرني ترهګر دي
نثار علي خان:د لومړنيو تحقيقاتو له مخې په دغه بريد کې وژل شوي، ټول بهرني ترهګر دي

"تحقيقات روان دي او بايد دا هم واضحه کړم چې کوم ترهګر په ورسک روډ کې د عيسويانو پر کالونۍ په بريد کې ووژل شول، د دې استخباراتي معلومات موجود وو، د لومړنيو تحقيقاتو له مخې کوم ترهګر چې په دغه بريد کې وژل شوي، ټول بهرني ترهګر دي چې له يوې مخصوصې قبايلي سيمې ورسک ته ننوتلي و، خو دا چې د دوى تر شاه څوک و، سهولتکار يې څوک ول او شپه‌يې چېرته کړې وه، د دې تحقيقات روان دي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه پر ورسک روډ د عيسويانو پر يوې استوګنيزې کالونۍ وسله‌والو ډله‌ييز بريد کړى و چې امنيتي ځواکونو دا بريد وخت شنډ کړ او څلور ځانمرګي بريدګر يې په‌کې ووژل.

د امنيتي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې د «اېف سي» ځواکونو دوه او يو پوليس سرتېرى ټپي شوى او يو ملکي کس په‌کې وژل شوى و.

وسله‌والو ترهګرو په پېښور کې تر دغه بريد څو ساعته وروسته د مردان د ځايي محکمې پر دروازه کې ځانمرګى بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د وکيلانو او پوليسو په ګډون ١٣ کسان مړه او تر ۵٠ زيات ټپيان شول.

وسله‌والو ترهګرو په داسې وخت کې په خېبر پښتونخوا کې ترهګريز بريدونه کړي چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ وياند په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد د روانو پوځي عملياتو په اړه رسنيو ته د تفصيلاتو ورکولو پر مهال وويل چې په دغو سيمو کې لږ تر لږه ٣٥٠٠ کورني او بهرني وسله‎وال وژلي دي.

نوموړي همدا شان ويلي وو چې افغان پولې ته څېرمه په دغو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله په ټول پاکستان کې په ترهګريزو بريدونو، ځانمرګو او نورو ترهګريزو پېښو کې څرګند کمى راغلى دى.

خو د کورنیو چارو وزير بيا وايي، که څه هم د ترهګرو پر ضد په روانو پوځي عملياتو کې مو ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړي، خو په خبره‌يې چې "په دغو عملياتو کې لا ترهګر په بشپړ ډول له منځه نه‌دي تللي".

ښاغلی علي خان زیاتوي:

"که څه هم ترهګرو ماتې خوړلې ده، خو لا تر دې دمه په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دي تللي، ډېرى ترهګر تښتېدلي او پولې ته څېرمه‌يې خپل نېټ ورکونه جوړ کړي، نو په دې غلط فهمۍ کې دې څوک نه‌اوسېږي چې دا جنګ ختم شوى دى، بلکې روان دى او موږ بايد دا جنګ منطقي انجام ته ورسوو."

د پاکستان پوځ د ٢٠١٤ میلادي کال له جون راهيسې افغان پولې ته نېږدې په شمالي وزيرستان او ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

د پوځي مقاماتو په وينا، په دغو سيمو کې د پوځي عملياتو پر مهال ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله‌وال وژل شوي، د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پتنځايونه له‌منځه وړل شوي او په خبره‌يې، په دغو عملياتو کې د پاکستاني پوځ تر۵٠٠ زيات سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG