د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ټونر: امریکا افغان حکومتي مشران وهڅول څو ګډ کار مخته یوسي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ملي یووالي حکومت مشران وهڅول چې په ګډه کارونه مخته یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک ټونر تېره ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې امریکا د افغانستان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

مارک ټونر: امریکا د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.
مارک ټونر: امریکا د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلي ټونر زیاته کړه:

"د سیاسي وضعیت په برخه کې موږ په ټول قوت په ډیموکراټیک ډول د افغانستان د انتخاب شوي حکومت ملاتړ کوو او ادامه ورکوو. موږ پوهېږو چې هلته ګواښونه شته، ځیني کارونه باید ترسره شي او د ځینو پرمختګونو شاهدان یوو. موږ حکومت او د هغه مشران هڅوو چې یوځای کار وکړي او د هېواد د ګټو لپاره مشترک کار ته ادامه ورکړي."

تمه ده چې نن ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ارګ کې غونډه وکړي.

د دې احتمالي غونډې په اړه ازادي راډیو داسې معلومات هم ترلاسه کړي دي چې ښایي دا غونډه ترسره نه‌شي، خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي چې نن به غونډه وشي.

جاوید فیصل وایي چې نن به د دواړو حکومتي مشرانو ترمنځ غونډه وشي.
جاوید فیصل وایي چې نن به د دواړو حکومتي مشرانو ترمنځ غونډه وشي.

فیصل د دواړو مشرانو د ناستې په اړه وايي:

"پلان دی چې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس نن د سیاسي هوکړه‌لیک د تطبیق په ارتباط خپله دوهمه ناسته ولري دوی به په دغې ناسته کې د حکومت د سیاسي هوکړه‎لیک پر تطبیق خبرې وکړي. پلان دی چې تر دې وروسته په راتلونکو ورځو کې یوه بله ناسته هم جوړه شي او په هغې کې د درې سره ناستو نتیجه راووځي او تر هغه وروسته حکومت تر اوسني وضعیت په یوه بهتره وضعیت کې خپل کار ته دوام ورکړي."

د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ وروسته تر دې اختلافات رابرسېره شول چې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې عبدالله عبدالله په کابل کې د ځوانانو د غونډې پر مهال پر ولسمشر انتقادونه وکړل او هغه‌یې تورن کړ چې د ملي یووالي حکومت هوکړه‌لیک‌یې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په سپټمبر کې لاسلیک شوې وه، نه عملي کوي. په دې ترڅ کې یې انتخاباتي اصلاحاتو ته هم اشاره وکړه.

خو د دواړو مشرانو تر لومړۍ غونډې راوروسته چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه ښکاره انتقادونه له رسنیو سره نه‎دي شریک شوي او د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره عبدالله عبدالله د حکومت له لوري د انتخاباتي قانون د طرحې د مسودې تر تائید وروسته وویل، د انتخاباتو په قانون کې له پرمختګونو سره انتخاباتي اصلاحاتو ته لاره هواره شوې ده.

XS
SM
MD
LG