د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د غني او عبدالله تر منځ دوه نورې غونډې هم ترسره کېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان ولسمشر یوه اوونۍ وروسته تر دې له اجرائیه رئیس سره خبرې وکړې چې عبدالله عبدالله پر ولسمشر سخت انتقادونه وکړل او هغه‌یې د ملي یووالي حکومت د پرېکړو پر نه‌عملي کولو تورن کړ.

په دې غونډه کې چې تېره ورځ مازیګر پنځه نیمې بجې په ارګ کې پیل شوه، د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربېره د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم برخه لرله.

چخانسوري: د دواړو مشرانو غونډه په ارګ کې په ډېره صمیمانه فضا کې دایره شوه.
چخانسوري: د دواړو مشرانو غونډه په ارګ کې په ډېره صمیمانه فضا کې دایره شوه.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دواړو مشرانو غونډه په ارګ کې په ډېره صمیمانه فضا کې دایره شوه. ولسمشر صاحب د اجرائیه رئیس صاحب خبرو ته غوږ ونیو. تصمیم پر دې شو چې په راتلونکې غونډه کې به ولسمشر دا خبرې وارزوي او بیا به له دوی سره بحث پرې وکړي."

د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې په لنډ راتلونکي کې به د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ بیا غونډه وشي.

د ځینو راپورونو له مخې چې نه‎دي تائید شوي د پنجشنبې یا جمعې په ورځو به بیا دواړه مشران سره وغږېږي.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه غونډه کې به ولسمشر خپل نظر وړاندې کړي او په درېیمه غونډه کې هیله ده چې دواړه لوري یوې نتیجې ته ورسېږي.

د تېرې ورځې د غونډې پر مهال د رحیمي په وینا عبدالله‎ عبدالله ولسمشر ته مشخص وړاندیزونه لرل.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمان رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"اجرائیه رئیس تر ډېره د سیاسي تفاهم‎لیک په اړه، د سیاسي تفاهم‎لیک د تطبیق په اړه او په ځانګړي ډول د سیاسي تفاهم‎لیک د اصلاحاتو پر برخه ټینګار وکړ او په ورته وخت کې د افغانستان بهرنی سیاست، کورنی سیاست، له دولتي مؤسساتو سره چلند، په لوړه کچه تعیینات، د انتخاباتي نظام ژر تر ژره اصلاح او عملي کېدل، د الکترونیکي تذکرو وېش او د اساسي قانون د تعدیل د کمېسیون جوړېدل له هغو موضوعاتو څخه وو چې د اجرائیه رئیس له لوري مطرح شول."

تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کله چې اجرائیه رئیس پر ولسمشر او د هغه پر یو شمېر پرېکړو انتقاد وکړ، تر هغه وروسته په کابل کې د امریکا، بریتانیا، هند او ډنمارک سفیرانو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، د اروپایي ټولنې استازي او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکي او پوځي برخو چارواکو له عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

د هغو اعلامیو له مخې چې تر دې لیدنو کتنو وروسته خپرې شوې دي د اوسني نظام پر دوام او پیاوړتیا ټینګار شوی او د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم‎لیک د عملي کېدو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG