د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ولسمشر او اجرائیه رئیس راتلونکې پنجشنبه بیا سره ګوري


اجرائیه ریاست وایي، د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ د وروستیو اختلافاتو د هوارۍ د هڅو په دوام، ټاکل شوې ده ولسمشر او اجرائیه رئیس راتلونکې پنجشنبه له یو بل سره وګوري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغې لیدنه کې به ولسمشر د سیاسي هوکړه‌لیک په اړه خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریک کړي.

فیصل: ولسمشر د سیاسي هوکړه لیک په اړه خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریکوي.
فیصل: ولسمشر د سیاسي هوکړه لیک په اړه خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریکوي.

ښاغلی فیصل زیاتوي:

"په ټوله کې د سیاسي هوکړه‎لیک تطبیق، د انتخاباتو د نظام اصلاح، د انتخاباتو داېرېدو او لویې جرګې جوړېدو ته زمینه برابروي. نه‌یوازې دا چې پر دې برخو موږ پرمختګ کوو، بلکې د سیاسي هوکړه‌لیک او د خلکو له غوښتنو سره سم مخته ځو."

ښاغلی فیصل وایي، دواړه مشران به درېیمه ناسته هم ولري چې د درې واړه غونډو د نتیجې موندنې ناسته به وي، خو د درېیمې ناستې د وخت په اړه‌یې معلومات ورنه‎کړل.

د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات وروسته له هغې راڅرګند شول چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ولسمشر انتقاد وکړ او جمهوري ریاست بیا د ښاغلي عبدالله خبرې د حکومتدارۍ د موازینو خلاف وبللې.

د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافاتو د خلکو او سیاسي کړیو تر منځ سختې اندېښنې راپیدا کړي دي.

سیاسي فعال او د احمد شاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافاتو له نړیوالې ټولنې سره هم د دغه هېواد پر اړیکو منفي اغېزه کړې ده.

مسعود: حکومتي مشران دې د یوه واحد حکومت جوړېدو ته کار وکړي.
مسعود: حکومتي مشران دې د یوه واحد حکومت جوړېدو ته کار وکړي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"په دې کې شک نه‌شته چې د نړیوالې ټولنې حوصله تر وروستي بریده پای ته رسېدلې ده، یاده دې وي، پرته له څو هېوادونو چې په سیمه کې ستراتېژيکې ګټې لري، نور د افغانستان د مشرتابه پر وړاندې د ټولو هېوادونو حوصله پای ته رسېدلې ده."

ښاغلی مسعود همداراز سپارښتنه کوي چې حکومتي مشران دې له ټیمي ګټو تېر او د یوه واحد حکومت جوړېدو ته کار وکړي.

د سیاسي چارو بل کارپوه حشمت غني احمدزی وایي، ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د اختلافاتو د لیرې کولو لپاره جدي هڅه وکړي.

ښاغلی احمدزی وایي، یوه توافق ته له رسېدو پرته به دواړه مشران په راتلونکو درېیو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG