د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

احدي: د حکومت دننه اختلافات پر امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کوي


یو شمېر افغان سیاستوال وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ مخالفتونو پر امنیتي وضعیت بد اغېز کړی دی.

یاد سیاستوال وايي،سیاسي وضعیت د جګړې په ډګر کې د سرتېرو محاربوي کیفیت زیانمن کړی دی.

د دغو سیاستوالو له ډلې د نوې ملي جبهې او اپوزیسیون رئیس انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کله چې سیاسي لانجې روانې وي، د جګړو قوماندانان به سرتېرو ته په ډاډه زړه امر نه شي کولای او له پرمختګ به پاتې راځي.

احداي وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، امنیت به لا پسې خراب شي.

هغه زیاته کړه:

"کله چې حکومت په خپله متحد نه وي او ډېر شدید سیاسي مخالفتونه موجود وي، په هغه صورت کې په امنیتي وضعیت باندې تمرکز هم لکه څنګه چې په کار ده نه وي، په دې اساس طبعاً سیاسي مخالفتونه په امنیتي مسایلو هم منفي اغېز کوي."

په پوځي عملیاتونو باندې د سیاسي لانجو د بدې اغېزې په اړه اندېښنې په داسې حال کې پیدا شوي چې په همدې وروستیو کې د جګړو له امله خواجه غار، دهنې غوري، خان اباد،ناوه او ګرمسیر ولسوالۍ د طالبانو په لاس موقتي سقوط شوې دي.

خو حکومت په دې اړه څه وايي؟

د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په حکومت کې سیاسي بحثونه د امنیتي ځواکونو د هېرولو په معنی نه دي.

عبدالله: په حکومت کې سیاسي بحثونه د امنیتي ځواکونو د هېرولو په معنی نه دي.
عبدالله: په حکومت کې سیاسي بحثونه د امنیتي ځواکونو د هېرولو په معنی نه دي.

هغه زیاته کړه:

"په هېواد کې به سیاسي مسایل رامنځته کېږي، خو دا به هیڅکله په دې معنی نه وي چې زموږ سرتېري د ټولو هر اړخیزه ملاتړ ونه لري."

اخوا پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، اوسنی امنیتي وضعیت خراب دی او که حکومت د خپلو تېروتنو د اصلاح لپاره اقدام ونه کړي، حالت به بېخي له کنټروله ووځي.

هغه زیاته کړه:

"طالبان په کوم اساس چې جګړه کوي، د هغوی پلان یو دی، خو موږ په بېلابېلو هدفونو پسې ګرځو، دا کار به د دې پر ځای چې جګړه کمه کړي، لا به پسې د جګړې لمن وغځوي."

ښاغلی وردګ دا هم وايي، که د حکومت مشرتابه یوه نه شي، د مخالفانو پر وړاندې به لیدلوري متفاوته وي او دا حالت به د مخالفانو په ګټه تمام شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG