د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

نذیر احمد احمدزی: حکومتي ګمارنې لاهم د مصلحتونو پر اساس کېږي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په امنیتي او دفاعي برخو کې سیاسي مداخلو د افغانستان امنیتي وضعیت خراب کړی دی.

د یادې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، ملي یووالي حکومت په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د خپلواکه او وړ کسانو په ګمارلو کولای شي، د هېواد اوسنی وضعیت کنټرول کړي.

ښاغلي صالح د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس‌مهال دا ګمارنې تر ډېره د سیاسي مداخلو ښکار دي چې دې چارې وضعیت خراب کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"دلته د مقرریانو لپاره لکه څنګه چې د حکومت صلاحیت دی هسې صلاحتیونه نه‌شته، تر هغې چې د افغانستان نفوس لرونکې څېرې او مشران په جریان کې پرینږدي اقدام نه‌شي کولای، لوی فشار د همدې لپاره دی چې څنګه څوک شخصي ګټې وکړي او دې کار اوسني وضعیت ته رسولي یو."

صالح: نظام کې دننه ځينو کسانو د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړې.
صالح: نظام کې دننه ځينو کسانو د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړې.

ښاغلی صالح وايي، د نظام دننه داسې کسانو د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړې چې د ملي ګټو پر ځای شخصي او ګوندي ګټو ته وفاداره دي.

د ولسي جرګې کورني امنیت کمېسیون داسې وخت په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې سیاسي مداخلې د اوسني وضعیت زېږنده بولي چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې وسله‌والې نښتې روانې دي.

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړي دا څرګندونې داسې مهال کوې چې دامهال د هېواد یو شمېر سیمو کې نښتې روانې دي.
د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړي دا څرګندونې داسې مهال کوې چې دامهال د هېواد یو شمېر سیمو کې نښتې روانې دي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره ولسمشر غني د توحید مرکز له لارې د بېلابېلو ولایتونو امنیه قوماندانانو سره په غونډو کې تل ټينګار کړی چې هېڅ‌څوک د امنیتي سکټور په چارو او ګمارنو کې د مداخلو حق نه‌لري.

خو ایا د نېږدې دوو کلونو له تېرېدو سره حکومت توانېدلی چې دا ژمنه پوره او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د خپلې خوښې وړ کسان وګماري؟

د ولسي جرګې بل غړی نذیر احمد احمدزی یې په اړه وايي:

"بدبختانه په افغانستان کې تر اوسه پورې هم د ملي یووالي حکومت خپلواکه ګمارنې نه‌شي کولای او د زورواکو په واسطه کېږي، هغسې چې یوه رئیس جمهور ته په کار دي چې مستقیماً خپل اقدمات وکړي، هسې نه‌ده، دلته تر اوسه هم هر څه په مصلحتونو دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت که څه هم دا اندېښنې نه‌تائید او نه‌هم ردوي، خو وايي چې سیاسیون دې د مداخلو پر ځای د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

صدیقي: سیاسیون دې د مداخلو پر ځای د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
صدیقي: سیاسیون دې د مداخلو پر ځای د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

"په داسې یو حالت کې مهمه خبره دا ده چې سیاسیون دې ډېره مداخله نه‌کوي، په تېره هم په ګمارنو کې، د دوی دې ټول باور په په امنیتي بنسټونو او مشرتابه باندې وشي، تر څو تجربه لرونکي او باظرفیته کسان مقرر شي، هیله مو دا ده چې سیاسیون ملاتړ وکړي او د خلکو هیلې هم هغه وخت پوره کېدای شي چې زموږ امنیتي بنسټونه خپلواکي ولري."

له دې سره د ولسي جرګې ځينې غړي او د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان خپله حکومت تورنوي چې د وړ او نظام ته د وفاداره خلکو له ګمارنو مخکې تر فشار لاندې راغلی دی.

له دې ډلې د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح او د چارو کارپوه حکمت‌الله صدیقي وايي، حکومت دې د اصلاحاتو لپاره د مقرریو لړۍ پیل کړي او د مخالفت په صورت کې دې د یادو کسانو نومونه او غوښتنې افشا کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG