د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

کارپوهان: د ملي وحدت په حکومت کې هم ډیری مقررۍ د اړیکو له مخې شوي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ملي وحدت حکومت هم د تیرپه څېرسهامي شرکت ګني او وايي چې ډیری مقررۍ د راوبطو له مخې شوي دي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشرانو له خوا لوړو حکومتي پوستونو ته د اشخاصو ګمارل او معرفي کول له انتقادونو سره مخ شوي او ویل کېږي چې دواړو مشرانو په دې برخه کې خپلې ژمنې هېرې کړې دي.

په ولسي جرګې د ننګرهار ولایت د خلکو استازي ارین یون د افغانستان د ملي وحدت حکومت یو سهامي شرکت ګڼي او وايي چې ټولې مقررۍ د شخصي ارتباطاتو او پېژندنو له مخې شوي دي.اغلې یون ازادي راډیو ته وویل:

((دوی ویلي ول چې موږ به وړ او مسلکي کسان په کابینه کې، د والیانو په صفت او په نور لوړ دولتي پوستونو کې په کار وګمارو، خو موږ چې اوس ګورو حکومت بیا سهامي شرکت شوو هرڅوک خپل کس معرفي کوي او که هغه مسلکې وي او که نه وي فقط معرفي کوي یې او خپل سهم پرې ډکوي.))

د سیاسی چارو یو شمېرافغان کارپوهان هم دا مني چې ډیری مقررۍ د راوبطوله مخې شوې او د وړتیا موضوع ته جدي پام نه دی اړول شوی.

د سیاسي چارو افغان کارپوه محب الله شریف بیا زیاتوي:

((دوی ښايي ترډېره لیاقت ولري خو ډیری دغه مقررۍ داسې شوي چې په کې روابط او پېژندګلوي په پام کې نیول شوې پرته له دې چې نورو معیارونو ته پام وشي.))

د افغانستان د ملي وحدت له حکومته شااوخوا نهه میاشتې تېرېږي، په دغه موده کې افغان حکومت ډېرځله له انتقادونو سره مخ و.

ولسي جرګې ته په خپل وخت د کاندید وزیرانو نه معرفي، د نویو والیانو په ځنډ مقررۍ او ځینی نورمسایل هغه څه ول چې د ولسي جرګې د یو شمېرغړو او د کارپوهانو توند غبرګونونه یې راوپارول.

خو اوس چې ترډېره دغه تشې ډکې شوي دي انتقاد دا دی چې په لوړو حکومتي چوکېو مقرر شوي کسان د وړتیا له مخې نه بلکه د پېژندګلو له مخې ټاکل شوي دي.

کوم چې د افغان حکومت مشرانو یې په وړاندې د مبارزې جدي هوډ کړی و او ویلي یې ول چې د مقرریو معیار به دوی ته یواځې او یواځې شایسته سالاري وي.

داسې انتقادونه هم موجود دي چې د کابینې یو شمېرغړي، والیان، ریسان او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هغه کسان دي چې د کمپاینونو پرمهال له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ولاړ وو.

د اجرایي ریس مرستیال ویاند جاوید فیصل بیا ازادي راډيو سره خبرو کې وایي چې مقررۍ د مسلکېتوب او معیار له مخې کېږي، خو هغه کسان چې له دوی سره په کمپاینونو کې وو، هغوی له پخوا هم سیاسي فعالیتونه درلودل.

((ډیری کسان دا فکرکوي چې اوس چې کوم کسان مقرر شوي دا هغه کسان دي چې په کمپاین کې ول، دا سمه ده ځکه دا که سیاستوال ول، که پوهان که استادان دا ټول د کمپاین پرمهال یا ټاکنو کې د دغو دوو ډلو سره ول، طبیعي ده چې همدا کسان به حکومت ته راځي ځکه موږله بهره خارجیان نه شو راوستلی.))

ښاغلی فیصل دغه شان هغه تورونه ردوي چې ګوندې په جمهوري ریاست او اجرایه ریاست کې هم کسان د وړتیاو له مخې نه دي مقرر شوي.

دی وايي، دوی ډېری ځوانان دي او وړتیا لري، خو د پخوانیوهغوی په شان غټ نومونه نه لري.

کارپوهان وايي، که چېرې په حکومتي پوستنو مقررۍ د وړتیا له مخې نه د پېژندګلوئ او راوبطو له مخې ترسره شي نو د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلې د ډېرېدلو امکان موجود دی.

XS
SM
MD
LG