د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

پوهنې وزارت: له افغان ښونځیو باید د سنګرونو په توګه استفاده ونه‌شي


د افغانستان د پوهنې وزارت تائیدوي چې لا هم په ځینو سیمو کې له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده کېږي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال سازمان د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغان ځواکونه له ښوونځيو د پوځي سنګرونو، پټن‌ځایونو او پوستو په توګه استفاده کوي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان ځواکونو وغوښتل چې له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده ونه‎کړي.

نوموړی وايي، ډېر ژر به د هغو ښوونځیو لېستونه چې پوځي استفاده ترې کېږي اړوندو ادارو ته وسپاري.

حقمل: امنیتي ځواکونو دې له ښوونځیو پوځي استفاده نه‎کوي
حقمل: امنیتي ځواکونو دې له ښوونځیو پوځي استفاده نه‎کوي

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه د بشري حقونو د مرکزونو په څېر دا ده چې لطفاً ښوونځي او تعلیمي مرکزونه په نظام د فشار، د پوځي مرکزونو او له خپل ځان څخه د دفاع د مرکزونو په توګه مه کاروئ، ښوونځی هغه ځای دی چې هلته له تعصب پرته د وطن بچیانو ته تعلیمي خدمات وړاندې کېږي."

د بشري حقونو نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې دا مهال افغان ځواکونه د بغلان له دولسو ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې افغان ځواکونو له ښوونځیو څخه په پوځي استفادې سره د زده‌کوونکو ژوند ته خطر پېښ کړی او د افغانانو یو بل نسل‌یې د بې‌سوادۍ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې پنځه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان ويلي و چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شلو مواردو کې له ښوونځیو پوځي استفاده شوې چې په ۱۵ موارده‌یې افغان ځواکونو پورې اړه لري.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په مؤقتي توګه له هغو ښوونځیو د افغان پوځیانو استفاده مني چې تدریس په‎کې نه‌وو خو وايي، ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده ونه‎کړي.

وزیري: دفاع وزارت په مؤقتي توګه له ښوونځیو د افغان پوځیانو استفاده مني
وزیري: دفاع وزارت په مؤقتي توګه له ښوونځیو د افغان پوځیانو استفاده مني

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

"کله چې په یوه سیمه کې محاربوي عملیات کېږي او هلته ښوونځي تړلې وي د شدیدې اړتیا پر مهال هغه هم د یو او یا دوو ساعتونو لپاره له ښوونځیو استفاده شوې دا نه‌ردوو خو دا چې موږ له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده کوو دا کاملاً ردوو، د دفاع وزیر او لوی درستیز امر کړی چې په هېڅ وجه له ښوونځیو پوځي استفاده ونه‌شي."

د "امن ښوونځي" په نوم هغه فرمان چې افغان حکومت په تېر میلادي کال کې لاسلیک کړ افغان حکومت مکلف شوی چې له ښوونځیو باید د پوځي مرکزونو په توګه د استفادې د مخنیوي تر څنګ د هغو سیمو امنیت تأمین کړي چې ښوونځي په‎کې موجود دي.

افغان کارپوه احمد شجاع له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأکید وکړ چې له ښوونځیو د لنډ او اوږدې مودې لپاره پوځي استفاده به د ښوونځیو د خرابېدو تر څنګ له زده‌کړو د زده‌کوونکو د مخنیوي سبب شي او بدې پایلې به ځان سره ولري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG