د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

له ښوونځیو دې د پوځي اهدافو لپاره ګټه نه اخیستل کیږي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د هېواد له ښوونځیو باید په هيڅ ډول حالاتو کې پوځي استفاده ونه شي.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له ښوونځیو څخه د پوځي اهدافو لپاره استفاده د پوهنې د نظام لپاره یو لوی ګواښ دی.

وروسته له هغه چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ښوونځیو نه د پوځي اهدافو د استفادې په اړه یو رپوټ خپور کړ د پوهنې وزارت وايي چې ښوونځي باید په هیڅ ډول حالاتو کې د پوځي اډو او سنګرونو په توګه ونه کارول شي.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له ښوونځیو څخه د پوځي اهدافو لپاره استفاده د پوهنې د نظام لپاره یو لوی ګواښ دی.

ښاغلي مهرداد زیاته کړه:

"په جګړې کې له ټولو ښکیلو ځواکونو زموږ تلپاتې غوښتنه دا ده چې ښوونځي دې له جګړو جلا حساب کړي او پريږدي چې د دغه هېواد بچیان په یوه امن فضا کې درس ولولي. په هغو ښوونځیو کې چې درسونه نشته هم باید په هیڅ ډول ترې پوځي استفاده ونه شي."

د پوهنې وزارت ویاند همدا راز وویل چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته یې مکتوبونو لیږلي چې ان له هغو ښوونځیو چې په کې درس هم نه ورکول کیږي د پوځي اهدافو لپاره کار وانه اخلي.

د ملګروملتونو په یوه تازه رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې شل واره له ښوونځیو د پوځي اهدافو لپاره کار اخیستل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې ۱۵ واره افغان پوځیانو او پنځه ځله نور هم وسله والو مخالفینو له ښوونځیو د سنګرونو او یا پوځي مرکزونو په توګه کار اخیستی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هیڅ ځای کې افغان پوځیانو ښوونځي د پوستو او یا پوځي اډو په توګه نه دي کارولي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ په دې اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"که موږ له ښوونځيو او د خلکو د هستوګنو له سیمو دښمن لرې باسو په دغو سیمو کې زموږ موقتي حضور د دې په معنی نه ده چې موږ هلته پوستې جوړوو."

ومو غوښتل په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو له پرله پسې هڅو سره بیا هم د دغه وزارت چارواکو په دې اړه څه ونه ویل.

د افغانستان له ښوونځیو د پوځي استفادې په اړه انديښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال افغان حکومت د «امن ښوونځیو» په نوم یو فرمان لاسلیک کړ چې په کې له ښوونځیو د پوځي استفادې د بندولو په مسلې ټینګار شوی دی.

اخوا افغان کارپوه احمدشجاع وايي، باید د امن ښوونځیو فرمان عملي شي که نه نو له ښوونځیو موقتي او دایمي پوځي استفاده د دې تر څنګ چې زده کوونکي له زده کړو بې برخې کوي ښوونځیو ته هم سخت زیان اړوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG