د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

بشري حقونو څار سازمان: افغان ځواکونه ښوونځيو نه پوځي استفاده کوي


د بشري حقونو څار نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ" وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونه له ښوونځیو د خزو یا پناه ځایونو او پوستو کار اخلي.

د دې سازمان په رپوټ کې چې نن د مطبوعاتو لپاره خپور شو، ویل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لږ تر لږ په بغلان کې په ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي او د زده‌کونکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان په شمال کې بغلان او کندز د نورو ولایتونو په پرتله، د امنیت له پلوه ډېر کمزوري ګڼل کېږي او زیاتې ولسوالۍ یې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

"هیومن رایټس واچ" وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو په بغلان کې په لږ تر لږه ۱۲ ښوونځیو کې پوستې اچولي چې پر زده‌کونکو، ښوونځیو او ښوونکو د وسله‌والو حملو خطر یې زیات کړی دی.

په افغانستان کې د رسمي ارقامو پر اساس ویل کېږي چې ۱۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي خو ۷۰۰ یې بند دي، لږ تر لږه ۸ میلیونه زده‌کوونکي په دې هېواد کې ښوونځیو ته ځي.

رپوټ: په افغانستان کې د رسمی ارقامو پر اساس ویل کېږي چې ۱۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي
رپوټ: په افغانستان کې د رسمی ارقامو پر اساس ویل کېږي چې ۱۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله، لږ تر لږه په ۲۰ مواردو کې لیدل شوي چې د ا فغانستان امنیتي ځواکونو له ښوونځیو یا ښوونځيو ته له نېږدې ځایونو پر وسله‌والو طالبانو ډزې کړې دي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د افغانستان پر حکومت او امنیتي ځواک غږ کړی چې له تعلیمي مؤسسو دې د پوستو او پوځي مرکزونو کار نه‌اخلي او د زده‌کوونکو، ښوونکو او په عمومي ډول د دې هېواد د معارف سیسټم دې له زیات خطر سره نه‌مخامخ کوي.

په ښوونځیو کې د پوځي ډلو او وسله‌والو موجودیت د نجونو تعلیم له ځانګړي خطر سره مخامخ کوي، ځکه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په حواله، په افغانستان کې به داسې ډېرې کمې کورنۍ وي چې خپلو نجونو ته په داسې ښوونځیو کې د زده‌کړې اجازه ورکړي چې هلته وسله‌وال کسان ځای پر ځای وي.

دې سازمان په افغانستان کې د تعلیمي مؤسسو او زده‌کوونکو د امنیت په اړه په خپل رپوټ کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې نه‌یوازې دوی دې له ښوونځیو د پوستو په توګه کار نه‌اخلي، بلکې هغه کسان چې دا کار کوي، باید د هغوی پوځي رتبو ته له پاملرنې پرته هغوی محاکمه کړي.

له ښوونځیو د پوستو یا پوځي مرکزونو په توګه کار اخیستل د افغانستان د دفاع وزارت او په عمومي ډول د حکومت د کړنلارو خلاف حرکت دی.

دې سازمان پر وسله‌والو طالبانو هم غږ کړی چې په افغانستان کې پر ښوونځیو او د معارف پر کارکوونکو له وسله‌والو حملو لاس واخلي.

کوچنیان دا حق لري چې په امنیت کې تعلیم وکړي، هره ورځ ګڼ شمېر افغان کوچنیان د ناامنۍ له امله له خپل دې اساسي حقه محرومېږي.

په افغانستان کې زده‌کوونکي هره ورځ ښوونځي ته د تګ لپاره خپل ژوند له حتمي خطر سره مخامخ کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په ښوونځیو کې د وسله‌والو او پوځیانو حضور یو بل ګواښ دی چې ښايي زیات شمېر افغان ماشومان له تعلیمه لیري پاتې کړي او په دې ډول د افغانانو یو بل نسل د بې سوادۍ له خطر سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تر اوسه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د دې راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

په انګریزي د دې رپوټ د لوستلو لپاره داځای کلک کړئ:

XS
SM
MD
LG