د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

افغان سوداګرو چابهار بندر کې لسګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې


ایران کې چاه بهار بندر
ایران کې چاه بهار بندر

د افغانستان د متشبثینو خصوصي بورډ او سوداګرۍ خونه وايي افغان سوداګرو په چابهار بندر کې تر دې دمه له سلو میلیونه ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

دغه ادارې وايي چې د ایران په چابهار بندر کې شرایط خورا مناسب دي او ورځ تر بلې دلته د افغان سوداګرو پانګونه مخ پر پراخېدو ده.

د متشبثینو د خصوصي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دې ته په اشارې سره چې لسګونه افغان سوداګرو په دغه بندر کې د مناسبو شرایطو له کبله پانګونې ته زړونه ښه کړي دي وايي، په دغه بندر کې تر دې دمه ۱۵۰ افغان سوداګرو له سلو میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

د متشبثینو د خصوصي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا
د متشبثینو د خصوصي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا

​هغه زیاته کړه:

"زه اوس درته ویلي شم چې په حدود ۱۵۰ تجارانو هلته پانګونه کړې ده تر سل میلیونه ډالرو اضافه پانګونه‌یې کړې، خو کمه نه‌ده، هلته ځمکې اخیستل شوي دي په دې ارتباط تجاران اوس هم روان دي ګروپ ګروپ همدا اوس زموږ د تجارانو یو ګروپ هلته په چابهار کې دی."

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې په چابهار بندر کې د "فري زون" یا "ازاده سیمه" په نامه داسې صنعتي پارکونه موجود دي چې پانګوال کولای شي د ځمکې په اخیستو د مالیې له ورکولو پرته تولیدات وکړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې ایران په چابهار بندر کې افغانستان ته د پنځوس هکتاره ځمکې د ورکړې تر څنګ افغان سوداګرو ته د امنیت، انرژۍ او په نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

چاه بهار بندر
چاه بهار بندر

چابهار د ایران په سیستان، بلوچستان ایالت کې یوه ازاده تجارتي سیمه ده چې د تجارتي مالونو د تخلیې او بارچالانۍ لپاره د پام وړ ظرفیت لري او افغان سوداګر به له دې سیمې څخه د عمان خلیج او له هغه ځایه د سمندر له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره په اسانۍ تجارتي اړیکې ټینګې کړي او هند به د همدې بندر له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وصل شي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې د چابهار بندر له لارې د افغان سوداګرو تجارتي مالونه د نورو بندرونو په پرتله په هر کانټینر کې له پنځو سوو تر زرو ډالرو پورې ارزانه تمامېږي.

د چابهار بندر د فعالېدو رسمي هوکړه شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغانستان، ایران او هند مشرانو د ایران په مرکز تهران کې وکړه.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي له چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو استفاده او دلته پانګونه د افغانانو لپاره ښه زېری دی.

اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار وايي چابهار د کراچۍ بندر ښه بدیل دی او دلته د افغان سوداګرو پانګونه د اقتصادي ودې پر لور خورا مثبت ګام دی.

اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار
اقتصادي کارپوه عبدالله واحدیار

هغه وايي:

"د چابهار ټرانزیټ او یا د چابهار لاره د کراچۍ په مقابله کې تر ټولو نورو لارو نه د افغان تجارانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي که د بند والۍ قیمت داسې وګورو په کراچۍ یو لک ده او په چابهار کې سل ډالره ده."

ښاغلی واحدیار وايي، که څه هم د چابهار بندر د بشپړ فعالېدو په برخه کې به ځیني هېوادونه ستونزې جوړې کړي خو افغان حکومت باید له رامنځته شوي فرصته په استفادې سره افغانستان د کراچۍ بندر له انحصاره خلاص کړي او د همدغه بندر له لارې خلیجي او اروپايي هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوړې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG