د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

نن به د چاه بهار بندر د رغونې تړون لاسلیک شي


په پام کې ده چې د افغانستان، هند او ایران مشران نن د چاه بهار بندر د رغونې تړون لاسلیک کړي.

چاه بهار بندر د افغانستان او هند د اقتصاد لپاره مهم ګڼل کیږي ځکه افغانستان ته چې تراوسه یوازې پر کراچۍ بندر متکي و، یوه متبادله ترانزیتي لاره پرانیزي او هند به د منځنۍ اسیا بازارونو ته ورسوي.

په پام کې ده چې د افغانستان ولسمشراشرف غني نن له خپل ایراني سیال حسن روحاني او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په ګډه د ایران د چاه بهار بندر د رغونې موافقه لاسلیک کړي.

چاه بهار د ایران په سیستان، بلوچستان ایالت کې یوه ازاده تجارتي سیمه ده چې د تجارتي مالونو د تخلیې او بارچالانۍ لپاره د پام وړ ظرفیت لري او افغان سوداګر به له دې سیمې څخه د عمان خلیج او له هغه ځایه د سمندر له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره په اسانۍ سره تجارتي اړیکې ټینګ کړي.

افغان حکومت هیله لري چې د چاه بهار بندر له رغونې او پرانیستو سره به پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته ورسیږي او افغان سوداګر به د سوداګرۍ د اړیکو لپاره یوه متبادله لاره ولري.

د افغانستان د دولت د ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، چاه بهار د نورو بندرونو په پرتله له نژدې لارې افغانستان له نړۍ سره وصلوي او افغان حکومت غواړي له بېلابېلو لارو له نړۍ سره تجارتي اړیکې ټینګ کړي.

د افغانستان د دولت د ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغانستان د دولت د ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"په پام کې ده چې د درېیو واړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزیران به د افغانستان، هند او ایران د مشرانو په حضور کې د چاه بهار بندر ټرانزیټي موافقه لاسلیک کړي. چاه بهار د نورو بندرونو په پرتله افغانستان ته له نژدې لارو دی او هغه محدودیت به لېرې شي چې افغانستان یې له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې لري چې څومره ډېرو بندرونو ته لار ولرو، په همغه کچه به د وارداتو او صادراتو په برخو کې اسانتیا ولرو."

افغانستان، هند او ایران د چاه بهار بندر د جوړولو لپاره هڅې له ۲۰۰۳ کال راهیسې پیل کړي خو په تېرو څو کلونو کې پر ایران د بندیزونو له کبله هند او نورو هېوادونه پر دې بندر پانګونې ته ډېر لېوال نه وو خو ولسمشر اشرف غني له انتخاباتو وروسته د دې پروژې پر عملي کولو خورا زیات ټینګار کاوه.

افغان چارواکي وايي چې د چاه بهار بندر له لارې د افغان سوداګرو تجارتي مالونه د نورو بندرونو په پرتله په هر کانټینر کې له پنځو سوو تر زرو ډالرو پورې ارزانه تمامیږي.

دا بندر د هند لپاره چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته مستقیمه ټرانزیټ لاره نه لري هم خورا زیات مهم دی.

هند چې له پاکستان سره تاریخي دښمني لري غواړي د دې بندر له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاره ومومي.

XS
SM
MD
LG