د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

قوقندي:د چاه بهار بندر سره به سوداګري تر اروپایې هېوادو پراخه شي


افغان چارواکي د چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او سوداګرۍ لپاره له اهمیته ډک بولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دې بندر سره به د افغانستان سوداګري تر خلیجې او اروپایې هېوادونو پراخه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چابهاربندر د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د ټرانزیټي ستونزې حل په خاطر مهم بندر دی.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د چابهار بندر څخه په استفادې به افغان سوداګر خپل مالونه نیغ په نیغه تر هندوستانه صادر کړي.

د چابهار بندر څخه په استفادې به افغان سوداګر خپل مالونه نیغ په نیغه تر هندوستانه صادر کړي.
د چابهار بندر څخه په استفادې به افغان سوداګر خپل مالونه نیغ په نیغه تر هندوستانه صادر کړي.

هغه وايي، د چابهار بندر له جوړېدو څخه نه یوازې د افغانستان سوداګري له هند سره پراخیږي بلکې منځنی اسیا او اروپایې بازارونو ته هم افغاني مالونه اسانه رسیدای شي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"چابهار زموږ لپاره تر ټولو نږدې د اوبو بندر دی چې له دې لارې کولای شو تر ټولو په کمه موده کې خپل صادراتي مالونه تر بحر او له ازادو اوبو څخه په استفادې تر نورو هېوداونو ورسوو، دا بندر د افغانستان د اقتصادي ودې او ټرانزیټ لپاره اغیزمند واقع کیدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر د ایراني مشرانو سره د لیده کاته او د کابل، ډهلي او تهران د درې اړخیزه غونډې لپاره تهران ته ولاړ شي.

د جمهور ریس یوه ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې د درېیو واړو هېوادونو د مشرانو په دې ناسته کې به د چابهار بندر په اړه پریکړه لیک هم لاسلیک شي.

د جمهور ریس یوه ویاند دوا خان مینه پال
د جمهور ریس یوه ویاند دوا خان مینه پال

د دې بندره د استفادې تړون تېرکال د هندوستان او ایران تر منځ وروستی شوی دی.

له دې سره هندي حکومت تېرکال د اپریل په میاشت کې وویل چې د ایران په چابهار بندر کې ۱۵۰ ملیونه ډالره پانګونه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی هم د کراچی بندر په پرتله د چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه اغیزمنه لار بولي.

خو له دې ټولو سره اقتصاد پوهان په دې اړه نورې څه ګټې ویني؟

اقتصادي څیړونکي عبدالله واحدیار په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د چابهار بندر سره افغانستان مستقیماً تجارتي اړیکې پیدا کولای شي د دې ګټه به دا وي چې زموږ مالونه به مستقیماً مرکزي اسیا، هندوستان او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان په نوم او مارک صادر شي، د اقتصاد پیاوړتیا، د کاري بوختیاوو زیاتیدل، د ځان بساینې په لوري تلل او د افغانستان هر اړخیز رشد هغه څه دي چې له دې لارې رتلای شي."

ښاغلی واحدیار وايي چې دا ډول بدیلې چارې کولای شي له ګاونډیو هېوادونو سره په سیاسي اړیکو هم اغیز وکړي کومې لارې چې افغانستان په یوه هېواد له تکیې ژغوري.

هغه وايي چې د چابهار بندره استفاده د سیمې په امنیت هم اغیز درلودای شي نو ځکه افغانستان باید له دې فرصته پراخه ګټه ترلاسه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG