د افغانستان حکومت هیله لري چې له هند او ایران سره د چاه بهار بندر تړون به د سږني کال په جون میاشت کې رسماً لاسلیک شي.
په نوې ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل چې دا معامله له کلونو انتظار وروسته اوس بشپړه شوې ده.
افغانستان، هند او ایران د چاه بهار بندر د جوړولو لپاره هڅې له ۲۰۰۳ کال راهیسې پیل کړې دي.
شیدا محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل چې د چاه بهار بندر له پرانیستو سره سره به افغان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې هم د تجارتي مالونو وړو، راوړو ته دوام ورکړي.
احمدتکل په نوې ډیلي کې له افغان سفیر ښاغلي ابدالي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ایا د دې پروژې د تړون له لاسلیک وروسته به سمدستي هلته د سوداګرو فعالیت پیل شي: