د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د چابهار بندر د ګټې اخیستنې درې اړخیزه هوکړه لیک به سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان ایران او هند ترمنځ په تهران کې لاسلیک شي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشرپه همدې هدف له قطره وروسته تهران ته ځي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي د چابهار بندر د ګټې اخیستنې درې اړخیزه هوکړه لیک د ټرانزیټي او تجارتي اړیکو او د درېیو هېوادونو د نښلولو لپاره یو مهم فرصت دی.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې د چابهار ټرانزیټي بندر هوکړه لیک د دوشنبې په ورځ د ایران، هند او افغانستان د ټرانسپورټ وزیرانو ترمنځ لاسلیک شي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"تمه ده چې د افغان او ایران ولسمشرانو په حضور او همدارنګه کوم پلاوی چې له هنده راځي د چابهار بند هوکړه لیک لاسلیک شي، چابهار یو مهم ټرانزیټي او تجارتي فرصت درې واړو هېوادونو ته دی او درېیو هېوادونو ته د کالیو د وارداتو او صادراتو ښه فرصتونه برابروي او د دغو درېیو هېوادونو د نښلولو یو مهم ټکی بلل کیږي."
د ښاغلي مرتضوي په وینا چې ولسمشرغني به ایران ته د هند د صدراعظم نرندرا مودي له سفر سره هم مهاله تهران ته سفر کوي.
د ایرنا خبري اژانس ویلي چې ښاغلی مودي به د یکشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشری تهران ته سفر وکړي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند وایي، ولسمشرغني به له دې سربیره د ایران له ولسمشرحسن روحاني او یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو همکارېو خبرې وکړي.
د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره سم د لوېو ټرانزیټي او اقتصادي پروژو عملي کولو ته هڅې جدي شوي چې ټاپي، کاسا زر او همدغه د چابهار بندر یې ښې بیلګې دي.
تر دې وړاندې افغان او چینایي چاراکو د وریښمو لارې د بیا ځلي جوړولو په اړه ټينګار کړی او ویلي دي چې وریښمو لاره د اقتصادي ارزښتونو ترڅنګ سیاسي اهمیت هم لري.
د چاه بهار بندر په وسیله افغانستان د ایران له لارې سمندر ته او بیا نړۍ ته ټرانزیټي او تجارتي لاره پيدا کوي.
یو شمېر افغان کارپوهان هم چابهار بندر له اقتصادي او سیاسي پلوه مهم بولي او وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې پاکستان د افغان سوداګرو په مخ کې ټرانزیټي لاره تړلې ایران په اقتصادي برخه کې افغانستان ته ښه بدیل دی.
افغان کار پوه ودیر صافي وویل، که د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې شي لېرې نه ده چې ایران به هم له چابهار بندره د فشار د الې په ډول کار واخلي.
ښاغلي صافي وویل:
"ډېر امکان لري چې ایران د افغانستان په مقابل کې له دې څخه د فشار په توګه کار واخلي خو په دې اړه لري که زموږ اړیکې له ایران سره ښه ونه ساتل شي نو خامخا له دې وضیعته به استفاده کوي."
نوموړي وویل، له دې ترانزیتي لارې څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید د افغانستان حکومت د ګاونډیو، سیمې او په ځانګړي ډول ایران سره دوستانه اړیکې ولري.
دوي وایي، د چاه بهار له لارې به د افغانستان په لویدیځ کې هرات، په جنوب کې کندهار، په شمال کې مزار شریف او همدا راز پلازمېنه کابل له تجارتي پلوه له نړۍ سره وصل شي.
راپور: ناجیه ساپۍ