د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

ایوبي: د کندز امام صاحب ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده


د کندز ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې اوس مهال د دغه ولایت ۸۰ سلنه سیمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده همدارنګه د دې ولایت د دشت ارچې او امام صاحب ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

دوی وايي چې حکومت د دې ولایت د امنیت ښه کېدو برخه کې له خلکو سره ډېرې ژمنې کړي دي، خو تراوسه پورې یې یوه هم نه ده عملي کړې.

د نوموړې ولایت د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له لسو ورځو راپدېخوا په امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپلو تعرضونو ته زور ورکړی او اوس مهال د ولسوالۍ په دوه کیلومترۍ کې جګړه جریان لري.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه چې ددغه جګړې له کبله څه باندې زر کورنۍ هم له خپلو کورونو څخه بې‎ځایه شوي دي:

"په امام صاحب ولسوالۍ کې ډېر خطرناک جنګ جریان لري او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او څه باندې زر کورنۍ هم بې ځایه شوي دي او که دې ولسوالۍ ته توجه ونشي نو ښايي دغه ولسوالۍ سقوط وکړي."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي بیا وايي چې اوس مهال ددې ولایت ۸۰ سلنه سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده او ورځ تربلې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت خرابېږي.

د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي
د کندز د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي

آغلي عالمي په دې اړه داسې وویل:

"مرکزي چارواکي وايي، په نږدې راتلونکي کې، په راتلونکي اوونۍ کې او ډېر ژر کندز تصفیه کېږي، دا څرنګه عملیات دي چي نه پيلیږي، دوی خلک او موږ تېر باسي، د قلعۀ‌زال ولسوالۍ سقوط وکړ او اوس مهال د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده."

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یوبل غړی صفي الله امیري هم وايي، که دغه ولایت ته ډېر ژر پاملرنه ونشي، نو ښايي د دې ولایت د امام صاحب او د دشت ارچې ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

صفي الله امیري
صفي الله امیري

ښاغلی امیري زیاتوي:

"لس ورځې کېږي د امام صاحب ولسوالۍ کې درنه جګړه جریان لري او طالبان ډېر مخته راغلي دي او په دې ولسوالۍ کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د کندز ښار په شاوخواو سیمو کې هم طالبان شتون لري."

بل‎خوا د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپی بیا وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې کافي اندازه امنیتي ځواکونه شتون لري او هیڅکله به دغه ولسوالۍ سقوط ونه کړي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي
د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي

ښاغلي هاشمي په دې ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې په دې ولسوالۍ کې په کافې اندازه امنیتي ځواکونه شتون لري او وسله والو طالبانو ته یې کلکه ماته ورکړي او هیڅکله به دغه ولسوالۍ سقوط ونکړي."

د یادونۍ ده چې یوولس ورځې وړاندې ددغه ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې په هدف له کابل څخه یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر کړی وو او د سفر پرمهال یې د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې ورځو کې د دې ولایت په کچه د وسله والو طالبانو پر وړاندې یوستر پوځي عملیات پیلېږي، خو بیا د ولایتي شورا غړي وايي چې داسې ژمنې د دې ولایت له خلکو سره ډېرې شوي دي، خو په عمل کې یې څرک هم نه دې لېدل شوي.

د کندز د ولایتي شورا غړیو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کړې چې نږدې شل ورځي کېږي د دې ولایت د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده او له دغې ولسوالۍ څخه په سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG