د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د ولایتي شورا غړي: د کندز قلعۀ‌زال لاهم د طالبانو کنټرول کې ده


د کندز دولایتي شورا غړي وايي چې درې اوونۍ شوي چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی، خو تراوسه پورې دولتي ځواکونو نه دې توانېدلي چې دغه ولسوالۍ بېرته ونیسې.

یاد استازي وايي، د دې ولایت د قلعۀ‌زال ولسوالي درې اونۍ شوي چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده چې له کبله یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ډېر زیانمن شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی اسدالله سادات وايي چې دغه ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو سره ده او یوازې څلور کلي یې له دولتي ځواکونو سره دي.

ښاغلي سادات په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د قلعۀ‌زال ولسوالۍ درې اوونۍ کیږې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او د دې ولسوالۍ یوازې څلور کلي له دولت سره دي او ددې ولسوالۍ خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا یوبل غړي غلام رباني رباني هم وايي چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز در اوونۍ کېږې چې د وسله والو طالبانو ترادارې لاندې ده.

د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"وسله والو طالبانو د قلعۀ‌زال ولسوالۍ پر مرکز باندې پرله پسې تعرضونه وکړل چې په پایلې کې د ولسوالۍ مرکز او د امنیې قوماندانۍ مرکز سقوط وکړ او تراوسه پورې د طالبانو په کنټرول کې ده."

د کندز د ولایتي شورا غړي زیاتوي چې د دغې جګړې له کبله په سلګونه کورنۍ له قلعۀ‌زال ولسوالۍ څخه بې‎ځایه شوي دي او ملکي خلکوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

داچې دغه ولسوالۍ اوس مهال د چا په کنټرول کې ده، د جنګ په لومړۍ کرښه کې د کمانډو ځواکونو څو تنو سر تېریو په دې اړه یې داسې وویل:

"نوم مې لعل ولي دی د کمانډو د لسم کنډک سرتېرې یم، موږ دلته راغلي یو او د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز اوس مهال د طالبانو په کنټرول کې دی."

"نوم مې سباوون دی او د کمانډو په لسم کنډک کې دنده لرم، د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې ده او د ولسوالۍ ودانۍ ته یې اور اچولې او دود ورڅخه پورته کېږي."

بل‎خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د جګړي د ډګر په منځ کې موقعیت لري او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته لاس رسی نه لري.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش

ښاغلی دانش په دې اړه وايي:

"د ولسوالۍ مرکز اوس مهال د جنګ په منځ کې موقعیت لري او له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې جګړه جریان لري او د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به ددغه ولایت ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه شي."

د یادونې ده چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د کندز ښار لودېځ لورې ته موقعیت لري او دغه ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوي، لکه قلعۀ‌زال او آقتپه، خو د قلعۀ‌زال سیمه څه باندې یوکال کېږې چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده، خو بیا د ولسوالۍ مرکز د آقتپه په سیمه کې موقعیت لري او د دې ولسوالۍ خلک وايي چې درې اوونۍ کیږې ددغې ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو په کنټرول کې ده او نوموړې ولسوالۍ له تاجکستان هېواد سره ۱۶۰ کیلومتره ګډه پوله هم لري.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دغه ولسوالۍ لاهم د دوی په کنټرول کې ده.

د کندز د ولایتي شورا غړي دا څرګندوني په داسې حال کې کوي چې تېره اووني د افغان حکومت یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی وو او په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو ډاډ ورکړ.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG