افغانستان
چارواکي: کندز کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکنې ځواکونو د کندز په قلعۀزال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته وویل چې په دې برېدونو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۴ تنه یې هم ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي چې په وژل شویو کسانو د طالبانو یو مهم قوماندان سیف الله هم شامل دی.
د ارام په وینا چې په دې برېدونو کې د طالبانو ۲ عرادې موټرونه او ۴ عرادې موټرسیکلونه هم له منځه تللي دي.
هغه وايي چې په دې برېدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلي.
بلخواته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د قلعۀزال ولسوالۍ مرکز لاهم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دی.
په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې له تېرې ورځي راهیسې وسله والو طالبانو پر دغې ولسوالۍ باندې له شاوخوا برېدونه او تعرضونه پیل کړي چې په پايلې کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ورسېده او له ماتې سره مخامخ شول.
د امام صاحب ولسوال امان الدین قُریشي ازادي راډيو ته وویل چې ددې ولسوالۍ د نو آباد او قرغز سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پیل شوي وه چې پايلې کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه یې هم ټپیان شوي دي.
خو وسله وال طالبان بیا په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹ امنیتي پوستو د نیولو او ګڼ امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اړولو اعا کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له دبۍ څخه کابل ته په سلګونو ټنه دارو درمل واستول شول
د روغتیا نړیوال سازمان نن کابل ته د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو د رسیدو خبر ورکړ.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا درمل د متحد عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته انتقال شول او په دې کې د درملو ترڅنګ په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او د جراحي وسایل هم شامل دي.
په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ غړي وژلي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.
د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور غړي پکې وژل شوې دي.
د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.
په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
په افغانستان کې د سیلونو د قربانیانو شمیر تر پنځوسو واوښت
د تیرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، کندهار، رزګان، هرات او هلمند کې د سیلونو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له کبله د تلفاتو شمیر تر پنځوسو واوښت.
د هرات چارواکو بیا د جمعې په ورځ د یوه سرویس د چپه کیدو خبر ورکړ چې له هراته د فراه او نیمروز په لور روان و . په دې بس کې اته پنځوس تنه سپاره وو، چې اووه ویشت یې ټپيان شوې دي. د راپور له مخې د لس تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له افغانستانه تر روسیې د یوه نوي تجارتي دهیلز د پرانیستو هڅې روانې دي
ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د یوه ترانسپورتي دهلیز د پرانیستو تړون لاسلیک شي.
روسي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه مسیر طرحه په ایران کې د جګړو له امله د بدیلي لارې پر بنسټ وړاندې شوه او تایید شوه.
د روسیې د تجارتي مرکز رییس رستم حبیبولین د جمعې په ورځ وویل چې له دې لارې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو لیږد رالیږد اسانه شي او اروپایي او اسیایي شرکتونه هم کولی شي چې له دې لارې استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د دې تجارتي دهلیز تړون به د « کازان فورم» د غونډې ترڅنګ لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده چې د تاتارستان په پلازمینه کازان کې راتلونکې میاشت د سیمې پر اقتصادي-سیاسي-کلتوري موضوعاتو بحث وشي. په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د « کازان فورم» په غونډه کې د شپږ نوي هیوادونو استازیو برخه اخیستې وه.
د چین په اورمچي کې د خبرو دوام، چین وایي افغانستان او پاکستان دې ستونزې ژر هوارې کړي
د راپورونو له مخې د چین په اورمچي کې نن هم د طالبانو د حکومت او پاکستاني استازو خبرې دوام لري.
دواړو خواوو که څه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ نن ویلي، پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې چین له دواړو لورو د اوربند غوښتنه لري او ترې غواړي چې سوداګریزې لارې هم، چې له میاشتو راهیسې بندې دي، خلاصې کړي.
له دې خبرو سره همهاله د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني لوري په بریدونو کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني اړخ د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
په افغانستان کې د باران او سیلابونو دوام، زابل او سالنګونو کې واوره شوې
له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت اداره وایي، نن او تېره شپه د هېواد په یوشمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته زیان اړولی دی.
زابل، هلمند، پکتیا، خوست، لغمان، میدان وردګ هغه ولایتونه یاد شوي چې خلک یې ډېر زیانمن شوي.
سالنګونو او د زابل په یوشمېر سیمو کې بیا واوره ورېدلې ده.
که څه هم د جمعې تر غرمې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې نه شوې، خو چارواکي وایي، د حمل میاشتې په دویمه اونۍ کې ۵۱ کسان طبیعي پیښو کې مړه شوي دي.
د ایران پر برښناکوټونو د برید خبرداری، حقوق پوهان وایي، دا ډول ګواښونه ممکن جنګي جنایت وګڼل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه " تروت سوشیل " یو ځل بیا ایران ګواښلی دی.
ټرمپ په دغه پوست کې خبرداری ورکړی چې " له پلونو وروسته د ایران د برښناکوټونو وار دی."
هغه وړاندې لیکلي " زمونږ پوځ چې د نړۍ لوی او پياوړی پوځ دی، تراوسه په ایران کې د هغه څه ویجاړول نه دي پېل کړي چې هلته پاته دي."
ټرمپ له څو ورځو راهیسې ټینګار کوي چې د ایران د یوه ډله مشرانو له وژلو وروسته هلته اوس " نوی رژیم" حاکم دی چې په ټکو یې دغه رژیم " تر پخواني هغه معقول او منطقي " دی.
د ایران د پلونو او برښناکوټونو په تړاو د ټرمپ تازه ګواښونه داسې مهال څرګندیږي چې څه باندې سلو حقوق پوهانو چې تر ډیره د امریکا په مشهورو پوهنتونونو کې په دندو بوخت دي، خبرداری ورکړی چې دا ډول ګامونه او د ټرمپ او پیت هګست خبرداري ، کیدای شي " جنګي جنایت" وګڼل شي.
بنو کې ځانمرګی برید، چارواکي وایي پنځه تنه په کې وژل شوي دي
د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیس وایي چې یوه ځانمرګي برید پنځه ملکیان وژلي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.
د بنو د پولیسو یوه چارواکي محمد سجاد خان نن جمعه ( د حمل ۱۴مه) فرانس پریس ته ویلي، پیښه تېره شپه شوې چې په ټکو یې قربانیان یې ۳ ښځې او ۲ ماشومان دي.
سجاد خان وايي، بریدګر غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پولیسو له یوې پوستې سره وجنګوي، خو هدف ته له رسیدو مخکې د یوه هستوګنیز کور له دیوال سره ولګېد.
د بنو مرستیال کمشنر اکرام الله هم فرانس پریس ته د پنځو ملکیانو وژل کېدل تایید کړي دي.
که څه هم د برید مسولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په بنو او شاوخوا سیمو کې تحریک طالبان پاکستان فعالیت کوي چې وخت نا وخت پر امنیتي هدفونو بریدنه کوي.
د طالبانو حکومت د پاکستان په تازه بریدونو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکوي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پنجشنبې په ورځ د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان په توپچي بریدونو کې لس تنه ټپیان شوي دي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې د دې خبرترڅنګ دغه راز ویلي چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې په کونړ، پکتیکا او خوست کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ تنه نورټپیان شوي چې د ده په خبره اکثره یې ماشومان دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي فطرت د افغانستان د کورنیو رسنیو د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یې د پنجشنبې په ماښام د نښتو خبرورکړی دی.
د طلوع نیوز په ګډون یوشمیررسنیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دواړو لورو ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ او د خوست ولایت په غلام خان سیمه کې له یوبل سره نښتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان پلاوو د پنجشنبې په ورځ د چین په اورمچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو په هدف خبرې اترې وکړې.