افغانستان
کریمي: د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې ۴۰ مخالفین وژل شوي
په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي وايي چې درې ورځي کېږې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه جریان لري چې په پایلې کې ۶۰ تنو وسله والو طالبانو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پامير د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډيو ته وویل چې په دې جګړه کې ۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه یې ټپیان شوي دي.
ښاغلی کریمي زیاتوي چې د امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال اسدالله مظلوم یار ټپې شوي دی او مرستيال مصطفی وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې د افغان ځواکونو دوتنه منسوبین وژل شوي دي او ۴ تنه یې ټپیان شوي دي، خو ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.
په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی د امام صاحب ولسوالۍ مرکز ته نږدې یوشمېر سیمې او یوه پوځې قرارګاه یې هم نیولي دي او ادعا کوي چې دوی په دې جګړه د افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سراسري امنیت ادعا؛ د سنوکر فدراسیون مشر چې وسله والو سړي تښتوونکو وژلی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وحیدالله اصغري چې څو ورځې مخکې کابل کې وژل شوی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو.
وحیدالله اصغري تېره سه شنبه د شپې ناوخته په کابل کې نامعلومو وسله والو تر تښتولو وروسته وژلی وو.
د اصغري کورنۍ ته دوه ورځې وروسته د هغه مړی سپارل شوی وو.
د هغه زوی علي عباس اصغري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید د پلار د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې عاملین به ونیسي.
وحیدالله اصغري له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وو او د المپیک کمېټې ته نږدې یې د افغان کلب په نوم د سنوکر یو کلب هم درلود چې وخت ناوخته به پکې په ملي کچه لوبې هم کېدلې.
که څه هم د طالبانو د پوره امنیت ادعا کوي خو دا او ځینې نورې امنیتي پېښې چې په تېره ځینې ورزشکاران پکې په نښه شوي بل څه وايي.
د کابل د غېږنیونې جشنواره؛ ۱۶۰ هلکان لوبیږي. نجونې ان جمنازیوم ته هم نه پرېښودل کېږي
کابل د دویزې غیږنیونې د جشنوارې کوربه دی چې د اوه هېوادونو لوبغاړي پکې برخه لري.
د کورش، سامبو، رستمي غېږنېونې او کشتنګیرۍ په برخو کې ۱۶۰ لوبغاړي له یو بل سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان،تاجکستان،ترکیه،ترکمنستان او ازبکستان استازي لوبېږي.
ځینو افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې خپل بهرني سیالان مات کړي او نورو پړاوو ته وتلي دي.
افغانستان کې داسې وخت د نارینه وو لوبغاړو دا لوبې روانې دي چې نجونې له هر ډول ورزشي فعالیته محرومې دي او ان جمنازیمونو او میدانونو کې د لوبو نندارې ته هم نه پرېښودل کېږي.
ګڼې افغان ورزشکارانې چې له هېواده وتلې هلته په جلاوطنۍ کې خپلې لوبې مخته بیايي.
ټرمپ پر ایران د اټومي وسلو کارول رد کړل
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د اټومي وسلو کارول رد کړل.
پنجشنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال، د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې "هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د بل چا پر وړاندې اټومي وسلې وکاروي."
هغه یادونه وکړه چې د دې کار اړتیا نشته، ځکه چې "موږ دوی په دودیز ډول له منځه وړي دي."
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې که له ایران سره کومه موافقه ونه شي،: «نو هغه به له پوځي لارې خبر خلاصه کړي.»
د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې همداراز د اسراییلو او لبنان تر منځ هم د دریو اونیو په مخ د اوربند د تمدید خبر ورکړ.
هغه وویل چې د لبنان او اسراییل له لوړپوړو استازیو سره یې سپينه ماڼۍ کې لیدلي او رغنده خبرې یې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړه چې نږدې راتلونکې کې به د لبنان ولسمشر او د اسراییل صدراعظم امریکا ته هم ورشي.
ولسمشر ټرمپ ویلي له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو په اړه بې خبري وښوده چې د امریکا حکومت غواړي د قطر له یوه کمپ څخه ۱۱۰۰ افغانان کانګو ته انتقال کړي.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې : "په دې اړه نه پوهېږي خو احوال به واخلي."
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال هم چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
طالبانو په بغلان کې یوشمیر کسان نیولي
په بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني د یو ویشت کسانو د نیولو خبر ورکړ. دا کسان د موسیقي غږولو او شراب څښلو په تور تورن شوې دي.
امنیه قومانداني په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له دې تورنو کسانو څخه د موسیقي الې ګرځول شوي چې په دغو کې دمبوره، غیچک، طلبه او هارمونیه شامل دي.
د بغلان د امنیه قومانداني په وینا له تورنو کسانو څخه یې دیارلس بوتله شراب هم ترلاسه کړې دي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، موسیقي یې منع کړې ده او په مختلفو ولایتونو کې یې د موسیقي الې نیولي او سوځولي دي.
اروپایي ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې اعلان وکړ
اروپايي اتحادیې وویل چې په افغانستان کې به له هغو کسانو سره چې وروستیو سیلونو سخت ځپلي دي د یولک او پنځه اویا زره یورو مرستې وکړي.
دغې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، هرات، لوګر او روزګان کې د شاوخوا دولس زره کسانو لاسنیوی وکړي.
دا مرستې وروسته تر دې اعلان شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وروستیو څو اونیو کې له سختو بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي.
د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې وویل چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله د یوې میاشتې په ترڅ کې د تلفاتو شمیر ۲۱۴ ته لوړ شوی دی.
یوناما یوځل بیا په نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو غوښتنه کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما،د طالبانو لخوا په نجونو باندې د لګول شويو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.
یوناما د پنجشنبې په ورځ ، د "معلوماتو او ارتباط په تخنیک کې د نجونو" دنړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنه وکړه.
یوناما وویل څلورنیم کاله کیږي چې د نجونو یو نسل له زده کړو پاته دی.
یوناما وايي تحصیل او په ځانګړې توګه داطلاعاتو او ارتباط د تخنیک په برخه کې زده کړې ، د کار ، نوښت او ښې راتلونکې لپاره لار پرانیزي.
د معلوماتو او ارتباط په تخنیک د نجونو ورځ هرکال د اپریل په ۲۳ مه لمانځل کیږي.
طالبانو واک ته په ستنیدو پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ ترامرثانی وتړلې.
اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا اندیښنه څرګندوي
دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته دسفر په ترځ کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کاراو د عام ژوند په چارو کې یې په ونډې باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا جدي اندیښنه څرګنده کړه.
افغانستان کې داروپايي اتحادیې استازولي وايي دغه محدودیتونه د بشري حقوقو د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي چې د اقتصاد او ټولنې لپاره اوږدمهاله ویجاړونکي نتایج لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د داخلی او بهرنیو فشارونو سره سره د ښځو په هکله خپله پالیسي بدله کړې نه ده او ادعا کوي چې د ټولو افرادو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي .
داروپايي اتحادیې د استازولی اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي برتران کابل ته د ۵ ورځنی سفر په ترځ کې چې د چهارشنبې په ورځ پایته ورسیده طالب چارواکو ، د دیپلوماتیکې ټولنې غړو ، د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو استازو سره ولیدل.
اعلامیه زیاتوي چې د بشري حقوقو وضعیت په دغو خبرو اترو کې مهم ځای درلود.
بدخشان کې په ۳ بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو مړینه
بدخشان کې د طالبانو د حکومت چارواکي په دریو بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو د مړینې خبر ورکوي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايی د چهارشنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ او مرکز فیض اباد ترمینځ لار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله یو کس مړ ا و درې تنه نور ټپیان شول.
او د شهر بزرګ ولسوالۍ په لار دیوې بلې ترافیکي پیښې له امله ۲ کسه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطی، دترافیکي قوانینو نه مراعاتول او دسړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ داهم وايي چې دوه کسه د چهارشنبې په ورځ جرم ولسوالۍ کې د لامبو په مهال ډوب او مړه شوي دي.
یو افغان پناغوښتونکی د بریتانیا د کډوالۍ د نوي قانون له مخې مجرم وپیژندل شو
بریتانیا کې یوې محکمې یو افغان کډوال د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې مجرم وپیژنده.
بریتانوي رسنیو له هغې ډلې بي بي سي او تلګراف لیکلي چې د تاجک محمد په نوم دغه ۳۲ کلن ځوان تورن دی چې د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې د انګلنډ کانال له لارې د کډوالو یوه ربړۍ بیړۍ چلولې.
راپورونو کې راغلي چې دې بیړۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو او چلوونکي د نورو پناغوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.
تورن د سه شنبې په ورځ ( د ثور لومړۍ نیټه) محکمه کې له قانون څخه په سرغړونې اعتراف کړی دی.
هغه ته به د جون د میاشتې پر ۱۰مه سزا اعلانېږي.