د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همږغۍ نشتوالی کندز کې د نا امنۍ لامل دی


په کندز کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږې، له کبله د دې ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې خراېږي.

دغه مطلب د کندز د ولایتي شورا غړیو، یوشمېر قومي مشرانو او د مدنې ټولونو فعالانو پرون سې شنبې په هغې غونډې کې بیان کړه چې په کې د هېواد ملي امنیت مشاور، د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر همدارنګه په افغانستان کې ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت قوماندان هم حضور درلود.

یاد پلاوي پرون سې شنبې کندز ولایت ته تلیی و
یاد پلاوي پرون سې شنبې کندز ولایت ته تلیی و

د دې ولایت قومي مشرانو پر دغو جګ پوړې دولتي چارواکو نیو کې وکړې چې تل دوی دې ولایت د سفر پر مهال له خلکو سره ژمنې کوي چې د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون راولي، خو بیا د عمل په ډګر کې دغه چارواکي خپلې کړي ژمنې او خبرې نه عملي کوي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي او د ولایتي شورا یو تن غړي اسدالله سادات په دې اړه داسې وویل:

ایوبي: هره ورځ جګړه وي زموږ خلک قرباني ورکوي
ایوبي: هره ورځ جګړه وي زموږ خلک قرباني ورکوي

"د ولایتي شورا رئیس، د خلکو کورونه په توپونو او هاوانونو وران شوي دي، د ولس په کورونو کې ماینونه خښ شوي دي او سنګرونه په کې جوړ شوي دي، دا څه ظلم دی چې پرموږ روان دی، د کندز د خلکو ګناه څه ده؟"

"د ولایتي شورا غړي: زموږ چارواکي دروغ وايي چې موږ د قلعۀ‌زال ولسوالۍ فتح کړي ده، حال داچې دغه ولسوالۍ لاهم له طالبانو سره ده، که دوی دغه ولسوالۍ بېرته نیولي نو بیا ولي خپل شهېدان له ولسوالۍ څخه نه راباسې."

په ورته وخت کې د کندز یو شمېر قومي مشرانو بیا وویل چې په دې ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږې وجود نه لري چې له کبله یې ورځ تربلې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت خرابېږي.

د دغو خلکو په وینا چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ ۱۴ ورځې کېږي د طالبانو په کنټرول کې ده، خو د بېرته نیولو په اړه تر اوسه پورې کوم جدې اقدام نه دی شوی.

په ولسي جرګې کې د کندز د خلکو استازې ډاکټر فاطمې عزیز او د دې ولایت یو تن قومي مخور مولوي میرزا شاه په دې اړه داسې وویل:

عزیز: دا څوم ځل دی چې امنیتي چارواکي راځي له خلکو سره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نه لېدل کېږي
عزیز: دا څوم ځل دی چې امنیتي چارواکي راځي له خلکو سره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نه لېدل کېږي

"فاطمه عزیز: دوځلې دې ولایت ته ولسمشر راغی له خلکو سره یې ژمنې وکړې او دا څوم ځل دی چې امنیتي چارواکي راځي له خلکو سره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نه لېدل کېږي، موږ نور دا ډول ژمنې نه اورو، باید تاسې خپلې ژمنې او خبرې په عمل کې خلکو ته وښيي."

"میرزا شاه قومي مشر: که مرکزي حکومت او بهرني ځواکونه داسې کوم پلان لري چې دغه ولایت طالبانو ته وسپارې، بیا موږ پرې کار نه لرو او موږ ته دې اجازه راکړي چې له دې ولایت څخه خپلې ګډې بار کړو، څو بې عزته نشو."

بل ‌خواته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د کندز ولایت خلکو ته وویل چې د هېواد ولسمشر همدارنګه د امنیتي ارګانونو چارواکي په خپلو ژمنو او وعدو باندې ولاړ دي او ډېر ژره به دغه ولایت د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه تصفیه کړي.

د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د کندز خلکو ته داسې وویل:

حبیبي: موږ ټینګه اراده لرو چې دښمن له کندزه ورک کړو
حبیبي: موږ ټینګه اراده لرو چې دښمن له کندزه ورک کړو

"د ملي دفاع وزیر: ښاغلي ولسمشر همدارنګه زموږ دفاعي او امنیتي ارګانونه کلکه اراده لري څو په دغه ولایت کې وحشي دښمن له منځه یوسې او د دې ولایت خلکو ته د امن فضا برابره کړي."

"د کورنیو چارو وزیر: نن موږ په دې خاطر دلته راغلي یو څو د کندز امنیت وڅېړو او د دې ولایت خلکو ته امنیت راولو او موږ ستاسو ملاتړ او ننګې ته اړتیا لرو."

په ورته وخت کې د کندز سیمه ییز چاروکي وايي چې د دې ولایت امنیتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده.

د یادولو وړ ده چې په ټوله کې د دې ولایت اوسېدونکي د کندز له اوسنې وضعیت څخه راضي نه دي او د خپل راتلونکي په اړه په اندېښمن دي، د خلکو په وینا چې اوس مهال وسله وال طالبان د کندز ښار په دوه کیلومترۍ او یو کیلومترۍ کې شتون لري او اوس مهال د دې ولایت ۷۵ سلنه سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG