د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

عزيز: د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري غواړو


د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتا عزيز وايي، هېواد يې د ترهګريزو پېښو د مخنيوي په لړ کې د افغانستان د استخباراتي ادارې NDS او د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI ترمنځ د همکارۍ غوښتونکى دى.

نوموړى زياتوي، که څه هم پاکستان او افغانستان له يو بل سره ژمنه کړې چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد کارېدو ته نه پرېږدو، خو په خبره يې، دا ژمنه هغه وخت عملي کېداى شي چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ په بېلابېله کچه اړيکي وي.

د پاکستان د خارجه چارو سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستيو کې د کابل او اسلام اباد اړيکي تر پخوا ترينګلي شوي او پر يو بل د تورونو لګولو لړۍ هم تېزه شوې ده.

د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي تر هغې وروسته سړې شوي چې په کابل کې ترهګريز بريدونه وشول او همداراز پر پاک افغان سرحدي کرښې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې چې دواړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

خو د پاکستان د خارجه چارو سلاکار د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې هېواد يې د ترهګريزو پېښو د مخنيوي په لړ کې غواړي چې د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري زياته شي.

نوموړى په دې اړه وايي:

"ظاهره ده، موږ چې له افغانستان سره کومې خبرې اترې کوو، په هغې کې موږ هڅه کوو چې د NDS او ISI ترمنځ چې کومې خپلمنځي اړيکي دي، هغه پرمخ لاړې شي څو موږ ددې ډول نشاندهي وکړاى شو، که څه هم موږ له يو بل سره ژمنه کړې چې موږ به هغه خپله خاوره د هغوى پر ضد نه کاروو او هغوى به خپله خاوره زموږ پر ضد نه کاروو، نو ددې ژمنې څآرنه هغه وخت کېداى شي چې د دواړو استخباراتي ادارو ترمنځ په سرحدي او په بېلابېلو لوړو سطحو همکاري وي، نو دا زموږ مقصد دى او موږ به په د لړ کې ان شاء الله پرمختګ وکړو."

ښاغلي عزيز همداراز د پاکستان او افغان ستخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا ترڅنګ تور ولګاوه چې د افغانستان استخباراتي اداره NDS په بالواسطه ډول د ترهګريزو ډلو ملاتړ کوى او په خبره يې چې د افغان او هندوستان د استخباراتي ادارو ترمنځ اړيکي هم موجودې دي.

که څه هم افغانستان و پاکستان استخباراتي ادارو تېر کال د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د همکارۍ په هدف يو هوکړه ليک لاسليک کړى و، خو تر دې يې لا عملي بڼه نه ده موندلې.

ښاغلي عزيز دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ته ټليفون کړى او له هغه سره په خبرو کې يې د کويټې په ملکي روغتون کې په ځانمرګي بريد خپګان ښودلى و او دا بريد يې غندلى.

د پاکستان د وزيراعظم د دفتره يو خپور شوي بيان ويلي وو:

"د افغانستان ولسمشر له ښاغلي نواز شريف سره په خبرو کې ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن بللى او ددې د له منځه وړلو لپاره يې پر ګډو هڅو ټينګار کړى دى."

سرتاج عزيز په افغانستان کې د بېړنۍ ناستې له امله د برمته شوې پاکستانۍ هليکوپټرې د عملې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغه هليکوپټر عمله محفوظه ده او د خلاصون لپاره يې له بېلابېلو لارو کوښښونه روان دي.

د يادونې وړ ده چې دغې پاکستانۍ هليکوپترې د اسد په ۱۴ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او عمله یې چې شپږ پاکستانیان او یو روسی و افغان طالبانو ونیول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG