د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

د لوګر په ازره کې یوې پاکستانی هلیکوپټرې بېړنې ناسته کړې


د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې نن له غرمې وړاندې یوې پاکستانۍ هلېکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي ډاکټرعبدالولي وکیل ازادي راډيو ته وویل چې دغه هليکوپټره د پاکستان اړوند وه او شپږ تنه عمله یې د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم د ازرې ولسوالۍ په متی سیمه کې د دغې هليکوپټرې بېړنۍ ناسته تاییدوي خو وایي چې د هلېکوپټرې شپږ واړه عملې ته زیان نه دی رسیدلی.

نوموړي هم وویل چې د دوی لومړني معلومات څرګندوي چې دغه هليکوپټره د پاکستان اړوند وه.

د سیمې یو اوسیدونکي محمد فرید بیا ازادي راډيو ته ویلي چې دغې هليکوپټرې ته وسله والو طالبانو اور اچولی.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG