د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

وکیل: د پاکستاني هلیکوپټرې عمله لاهم نه ده خوشي شوې


د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشي کېدو راپورونه ردوي.

په لوګر کې د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشي کېدو د راپورونو په غبرګون کې، د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې لا هم یرغمل شوي کسان د طالبانو په اسارت کې دي.

د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل د جعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې طالبان د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په اړه خپلو کې اختلافات لري.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل
د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل

هغه زیاته کړه:

"زه دا خبره کاملاً ردوم، تر اوسه دا کسان د طالبانو په اسارت کې دي او هیڅ نوع پرمختګ پکې نه دی راغلی د طالبانو شدید اختلافات پر دې موضوع روان دي."

د انټرفاکس خبري آژانس او ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو د پاکستانۍ هلیکوپټرې عمله چې پکې پاکستاني وګړي او یو روس شامل دی، را خوشي کړي دي.

خو د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وایي، یو شمېر طالبان د خپل مشرتابه له خوا د دې موضوع څېړلو ته د کمېسیون د ګمارلو غوښتنه کوي خو ځينې نور یې بیا د پاکستان د حکومت د فشار په نتیجه کې د یرغمل شویو کسانو د را خوشي کېدو غوښتنه لري.

نوموړی وایي چې په یرغمل شویو کسانو کې یو هم د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف زوم دی هغه څه چې د پاکستان د پوځ ویاند له دې مخکې رد کړي و.

دغې هلیکوپټرې د اسد په ۱۴ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او عمله یې چې شپږ پاکستانیان او یو روسی دی، د طالبانو له خوا یرغمل شول.

افغان حکومت هغه مهال ویلي و چې دغې هلیکوپټرې د افغانستان له لارې د تېرېدو اجازه تر لاسه کړې و او د ترمیم لپاره روسیې ته روانه وه.

حکومت اوس په دې اړه څېړنې کوي چې آیا دا هم هغه الوتکه وه چې د افغانستان له فضا څخه یې د تېرېدو اجازه تر لاسه کړې وه او که نه؟

افغان حکومت وايي په دې اړه څېړنې کوي.
افغان حکومت وايي په دې اړه څېړنې کوي.

د دفاع وزارت وایي لا هم دغه څېړنې نه دي بشپړي شوي.

د افغانستان د حکومت په دې نظر اخیستلو هم بریالي نه شولو چې آیا د دغې الوتکې عمله را خوشي شوي او که نه، خو تر دې مخکې دفاع وزارت ویلي وو چې د یادې هلیکوپټرې د عملې ژغورولو عملیات دوام لري.

خو د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد قیس محمدي وایي، له کومه ځایه چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستاني جنرالانو موجودیت په وار وار ثابته شوی نو حکومت ته لازمه ده چې د دې الوتکې د راتلو ټول اړخونه و څېړي او په اړه یې حقایق له خلکو سره شریک کړي:

"هغه څه چې پاکستان وایي چې دا الوتکه یې د تخنیکي ترمیم لپاره لېږلې وه، دا هیڅ امکان نه لري،له یوې خوا کله چې لنډه لاره موجوده وي څوک چورلکه د لیرې لارې نه نه لېږي او له بلې خوا د خپلو شپږو جنرالانو ژوند خطر کې نه اچوي چې هغوی و لېږل شي په کې."

ښاغلی محمدي وایي، که حکومت د کمېسیونونو او څېړنو نتیجه له خلکو سره شریکه نه کړي نو په حکومت کې به د خلکو د سیاسي مشارکت خبره تر پوښتنې لاندي راشي او خلک به پرې بې باوره شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG