د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

رادمنش: د پاکستاني هلیکوپټرې د عملې ژغورلو عملیات دوام لري


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پاکستاني هلیکوپټرې د عملې د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات دوام لري.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه می اولس ډوله هلیکوپټره چې ازبکستان ته په لاره وه، د تخنیکي ستونزو له کبله د تېرې پنجشنبې په ورځ یې په لوګر کې بېړنۍ ناسته کړې.

تراوسه د پاکستانۍ هلیکوپټرې د او تنو سپرلیو سرنوشت نه دی معلوم.

افغان ولسمشر خپلو امنیتي ځواکونو ته امرکړی چې د دغې هلیکوپټرې عمله روغه رمټه د وسله والو له منګولو وژغوري.

د ۲۰۳ نمبر قول اردو ځواکونو د یرغمل شويو کسانو د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات پیل کړې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش تېرماښام ناوخته ازادي راډیو ته په دې اړه نورمعلومات ورکړل او ویې ویل:

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

​"موږ هیله من او مصمم یوچې دغه عملیات نتیجه ورکړي او د افغانستان د اسلامي دولت د ولسمشر اشرف غني امر عملي بڼه خپله کړي او هم نتیجه ولري، موږ په همدې هیله د نورو مواردو ترڅنګ د همدې هدف لپاره هم د ترهګرو په وړاندې پوځي عملیات په لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې پیل کړې دي. "

پاکستاني چارواکو ویلي چې مې اولس ډوله هلیکوپټر یې د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړشوې وه.

د وسله والو طالبانو له خوا د دغې هلیکوپټرې یرغمل شوې عمله، یوروسی او شپږ پاکستانیان ښودل شوي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف تایید کړې چې یوروسی یرغمل شوی دی.

د دغې پېښې یوه ورځ وروسته د پاکستان صدراعظم نوازشریف وویل چې د طالبانو له لوري د یرغمل شویو د خلاصون لپاره یې جدي هڅې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې پاکستان د افغانستان له حکومته غوښتي وچې یوې هلیکوپټرې ته د دې هېواد له هوایي قلمرو څخه د تېرېدو اجازه ورکړي چې د ترمیم لپاره ازبکستان ته لاړه شي.

ایا دغه هلیکوپټره چې د لوګر په ازره کې کښېناستلې هماغه ده چې د افغانستان حکومت اجازه ورکړې وه؟ د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش یې په اړه وویل:

"تر اوسه پلاوي سیمې ته نه دی تللی، او ممکن دا مسله وروسته له هغې چې پلاوي سیمې ته لاړشي واضح شي خو لکه څنګه چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند وزارت ویاند مخکې ویلي و چې موږ یوې پاکستاني ملکي الوتکې ته د افغانستان له هوایي قلمره د تېرېدو اجازه ورکړې وه."

د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پاکستانۍ هلیکوپټرې ته د افغانستان له هوایي قلمروه د تېرېدو لپاره د هغې د ځانګړتیاو په ثبتولو او راجسترسره اجازه ورکړې وه.

په هغې غونډه کې چې د شنبې په ورځ د ولسمشراشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه څیړنه وکړي چې ایا دا هماغه هلیکوپټره ده چې پاکستان یې اجازه غوښتې وه وه اوکه کومه بله یوه.

XS
SM
MD
LG