د لاسرسي لېنکونه

افغان حکومت وايي، لا هم د هغې پاکستاني الوتکې په اړه څیړنې کوي چې د پنجشنبې په ورځ یې د لوګر په یوه غرنۍ سیمه کې بېړنۍ ناسته وکړه او سپاره یې وسله والو یرغمل کړل.

د ولسمشر اشرف غنيد ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، د شنبې په ورځ ولسمشر په یوې فوق العاده امنیتي غونډې کې ددې موضوع په اړه په تر لاسه شویو معلوماتو بحث وکړ او یو هیت وټاکل شو، څو معلومه کړې چې په لوګر کې له پېښې سره مخ شوې پاکستانۍ هلیکوپتر هماغه " مې ۱۷"هلیکوپټر ده چې د افغانستان د هوايي چلند خپلواکي ادارې ورته د افغانستان له خاورې د تېرېدو اجازه ورکړې کنه؟

"د ولسمشر غني په مشرۍ دې غونډې همدارنګه یوه کمیټه ټاکلې، څو په دې اړه "موجوده قوانیناو طرزالعملونه د احتمالي خلاو د رفعه کولو په هدف وارزوي."

یادې هلیکوپټرې د تېري پنجشنبې په ورځ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې لومړی بېړنۍ ناسته کړې وروسته سوځېدلې او عمله یې هم وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي ده.

ویل کېږي چې د یادې هلیکوپټرې په عمله کې یو روسی وګړی هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG