د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

کابل کې افغان امریکايي پوهنتون خپل فعالیت وځنډوه


په افغانستان کې امریکايي پوهنتون د خپلو دوو استادانو د تښتولو پېښې په اعتراض کې خپل فعالیت ځنډولی دی.

په کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د تښتولو پېښې جدي غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه پوهنتون یو شمېر استادانو د سې شبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو همکارانو د ورکېدو او په کابل ښار کې د نا امنیو د ډېرېدو په اعتراض په کابل کې امریکایي پوهنتون د موقت وخت لپاره تړل شوی دی.

په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون یو استاد ظریف امینیار وايي چې د امنیتي ګواښونو د کمېدو په صورت کې به دا پوهنتون بیا د محصلانو پر مخ پرانستل شي.

کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون استاد ظریف امینیار
کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون استاد ظریف امینیار

هغه زیاته کړه:

"د موقت وخت لپاره دا پریکړه شوي چې باید په کابل کې امریکایي پوهنتون خپل فعالیتونه وځنډوي او زه فکر کوم چې دا دایمي پریکړه نه ده."

د دغه پوهنتون دوه تنه استادان چې یو یې د امریکا او بل یې د استرالیا تبع دی د دوشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د دارلمان د سناتوریم له سیمې څخه د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

د انګلستان ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي چې وسله والو د افغان پوځيانو جامې پر تن وې کومه موضوع چې اوس یې د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دا بهرني استادان کومې کړۍ د کوم هدف لپاره تښتولي دي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پېښه تایید کړې خو د پیښې په اړه یې څه جزیات نه دي ورکړي.

په تېرو دوه میاشتو کې دا دویمه قضیه ده چې په کابل کې بهرنې وګړي تښتول کېږي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې نامعلومو کسانو د اغا خان د بنسټ هندي کارکونکي جودیت دیسوزا د قلع فتح الله له سیمې تښتولي وه.

جودیت دوې میاشتې وړاندې کابل کې وتښتول شوه چې وروسته راخوشې شوه
جودیت دوې میاشتې وړاندې کابل کې وتښتول شوه چې وروسته راخوشې شوه

خو مېرمن دیسوزا بیا د اسد د میاشتې په دویمه نېټه د شاوخوا شپږ اوونۍ برمتې وروسته پولیسو د تښتونکو له منګولو خلاصه کړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزات په داسې حال کې چې له بیانولو یې ډډه کوي وايي چې د استادانو د پلټنې په عملیاتو کې پرمختګ راغلی دی.

د یادوزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دانش: له پېښې وروسته زموږ څېړنې پیل شوې یوه سلسله معلوماتو ته مو لاس رسی پیدا کړی
دانش: له پېښې وروسته زموږ څېړنې پیل شوې یوه سلسله معلوماتو ته مو لاس رسی پیدا کړی

"له پېښې وروسته زموږ څېړنې پیل شوې یوه سلسله معلوماتو ته مو لاس رسی پیدا کړی چې اوس یې له تاسې سره نه شو شریکولای خو زموږ نهايي هڅه دا ده چې دا تښتول شوي کسان ډير ژر خلاص شي."

په کابل کې وروستۍ دا پېښه داسې وخت تکراریږي چې د کابل پولیسو په کابل کې د مېشتو بهرنیو وګړو څخه غوښتي چې بهر ته د وتلو په صورت کې پولیسو ته اطلاع ورکړي.

خو د امنیتي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وايي چې پولیس د کورنیو او بهرنیو وګړو د امنیت په ساتنې کې ناکام شوي دي.

هغه وايي په پرله پسې ډول داشان تښتونو ته په کتو ویلای شي چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار کې جنایي پېښې ډېرې شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG