د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

کابل کې بهرنیو اتباعو ته د ګرځېدو په اړه د پولیسو خبرداری


د کابل ښار پولیسو په پلازمېنه کې دېره بهرنیانو ته ویلي دي چې له امنیتي تدابیرو پرته دې له خپلو کورونو او دفترونو نه وځي.

دا پریکړه وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ د یوې مرستندویې ټولنې یوه هندۍ کارکوونکې په کابل کې وتښتول شوه او ورسره په پلازمېنه کې د بهرنیانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

رویټرز خبري آژانس د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو د څانګې د مشر فریدون عبیدي له قوله لیکي چې نوموړی وايي ټول بهرني اتباع او په کابل کې د هغو دفترونه د تروریستانو لپاره هدف دي او د هغو د تښتولو ګواښ خورا زیات دی، خو که پولیس او یا ګارډان ورسره وي نو د عبیدي په وینا دا ګواښ به کم شي.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د یوې مرستندویې ټولنې یوه هندۍ کارکوونکې په کابل کې وتښتول شوه.

د کابل په زړه کې د څلویښت کلنې جودیت ډي سوزاJudith D'Souzaله تښتول کېدو وروسته پولیس اړوتل چې د بهرنیانو امنیتي تدابیر سخت کړي.

له دې پېښې سره په پلازمېنه کې د بهرنیانو د امنیت په اړه اندېښنې خورا زیاتې شوې.

تېره اوونۍ ځینو بهرنیانو شکایت وکړ چې پولیس او استخباراتي مامورین یې موټر دروي، دوی د پولیسو مرکزونو ته بیايي، د شخصي معلوماتو پوښتنه ترې کوي او تصویرونه او فلمونه یې اخلي.

د رویټرز د راپور له مخې په هغه مکتوب کې چې د کابل د امنیې قوماندانۍ د بهرنیانو شخصي کورونو او د هغو دفترونو ته استولی، لارښوونه شوې چې بهرني اتباع د ځان لپاره باید څو ډوله امنیتي تدابیر ونیسي چې د اړتیا په صورت کې د پولیسو او وسله والو ګارډانو استخدام هم پکې شامل دي.

سریلانکایۍ نایله ویکرماسوریا وايي پولیسو خبرداری ورکړی چې له وسله وال ګارډ پرته باید هیڅ ځای ته ولاړ نشو.

نوموړې وايي، پولیسو حتی یوه ورځ دې ته د یوې ملګرې له کوره د راوتلو اجازه هم ورنه کړه او هڅه یې کوله چې کور ته د تلو مخه یې ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې له دې ډول تکتیکونو د کار اخیستو په پرېکړه کې د دوی وزارت لاس ښکېل نه دی او په پام کې لري چې د کابل له پولیسو څخه به هم وغواړي چې خپل دا امنیتي تدابیر بدل کړي.

د رویټرز راپور زیاتوي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وروسته له هغه د کابل د پولیسو له دې پریکړې څخه ځان په څنګ کړ چې یو شمېر انتقاد کوونکو وویل، د دې تدابیرو زیان تر ګټې زیات دی او بهرنیانو ته متوجه ګواښونه به کم نه کړي.

پروسږکال د دې سوزا په څېر دوه نورې مېرمنې چې یوه جرمنۍ او بله هالنډۍ وه له همدې سیمې څخه وتښتول شوې.

دواړه مېرمنې بالاخره روغې رمټې خوشې شوې او پولیسو وویل چې د تښتوونکو انګېزه به په غالب د پیسو ترلاسه کول و.

XS
SM
MD
LG